پر غزې د ځمکني بريد چمتووالی؛ اسرائيلو خلکو ته د وتلو امر کړی

د ویډیو تشریح، پر غزې د ځمکني بريد چمتووالی؛ اسرائيلو خلکو ته د وتلو امر کړی

ملګرو ملتونو د اسرائيلو پوځ هڅولی، د غزې شمال کې دې ۱،۱ ميليون خلکو ته خپل ورکړی خبرداری بېرته واخلي.

چې ورته ويلي يې د نن تر پايه دې د غزې تړانګې جنوب ته ولېږدي. غزې ښار ته له هوا زرګونه خبرپاڼې غورځول شوې، چې خلک هڅوي له دې سيمې دې ووځي.

خبرپاڼو کې داوه دا شوې، چې دا کار يې د سر خونديتوب او ژوند ساتنې لپاره دی. داسې شک کېږي، چې اسرائيل دا اوس اوس د يوه مځکني يرغل تابيا لري.

د روغتيا نړيوال سازمان او ملګري ملتونه وايي دومره ډېرو فلسطينيانو لپاره ناشونې ده، چې په دومره لنډ وخت کې دې وکوچېږي، ځکه ډېرې لارې د ويجاړو شوو ودانيو په ډبرو او ټوټو بندې شوې، تېل، اوبه او خواړه په کمېدو دي. هغوی چې سخت ناروغان، معلول او يا روغتون کې دي، د ايستلو یې امکان نه شته. د روغتيا نړيوال سازمان وياند طارق ياسروېچ ويلي، د دغو خلکو لېږدول د مرګ يوه سزا ده، او د روغتيا له کارکوونکو یې غوښتنه له بې رحمۍ اوښتې خبره ده.

ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو سفير ويلي، هېواد یې د دې زیار باسي چې غزوالو ته د زيان رسېدو کچه کمه کړي.

حماس بيا له سيمې د وتلو دا امر، رواني جګړه بللې ده. د بي بي سي خبريال جېرېمي بووېن په بيت المقدس کې دی، او دا راپور يې راستولی دی.