نوې څېړنه: حیوانات د زمریانو د غږ پرتله له انساني غږونو زیات ډارېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, میوتوني موچیري
- دنده, بي بي سي
په سویلي افریقا کې یوې تازه څېړنې موندلې چې تي لرونکي وحشي حیوانات د زمریانو د غږ پرتله د انسانانو له غږه ډېر ډارېږي.
ساینسپوهانو په کروګر ملي پارک کې د داسې لاوډسپیکرونو له لارې چې په اوبو کې پټ ځای پر ځای شوي وو، د خلکو داسې غږونه خپاره کړي، چې په عادي ډول خبرې کوي.
په څېړنه کې معلومه شوه، چې نژدې پنځه نوې سلنه حیوانات د دې غږونو له اورېدو وروسته غوسه ښکارېدل او له هغه ځایه وتښتېدل.
برعکس بیا د زمریانو غورېدو غږونه په پاموړ توګه د حيواناتو لپاره د لږ خبرداري لامل معلوم شول.
د خلکو د خبرو هغه غږونه چې دلته اورل شوي وو، داسې وو، چې د سیمې په ځايي ژبو د خلکو خبرو پر مهال ثبت شوي وو.
څېړونکي وايي، هلته ځینو فیلانو د زمریانو غږ له اورېدو وروسته ان هڅه کوله چې د حلې لپاره هغه ځای ته ورشي، چې غږونه یې ترې اورېدل.
د څېړنې پایلې ښيي چې دې بېلابېلو حیواناتو زده کړي چې له انسانانو سره نژدې کېدل د دې حیواناتو ښکارولو لپاره د ټوپک او ښکاري سپیو کارولو له کبله خورا خطرناک کېدای شي.
په څېړنه کې ویل شوي، چې له انسانانو د وحشي ژویو دا وېره یوازې تر کروګر ملي پارک پورې محدوده نه ده، بلکې په ټوله نړۍ کې د نورو ژویو پرتله له انسانانو د وحشي حېواناتو د وېرې، ترهې کچه لوړه ده.










