د ساینس په برخه کې د نوبل جایزه د کوویډ ضد واکسین جوړونکو ته ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د فزیولوژي او درملو په برخه کې د نوبل جایزه د ساینس پوهانو یوې جوړې ته ورکول کېږي.
دوی هغه ټېکنالوژي رامنځته کړې چې د (اېم، ار، اېن، اې) کوویډ واکسینونو جوړولو لامل شوې.
دا جایزه به په ګډه ډاکټر کاتالین کاریکو او ډاکټر ډریو ویسمن ورکړل شي.
دا ټېکنالوژي د کورونا وبا څخه مخکې تجربه شوې وه چې اوس په نړۍ کې میلیونونو خلکو ته ورکول شوې.
د (اېم، ار، اېن، اې) ټېکنالوژي اوس د سرطان په ګډون د نورو ناروغیو لپاره هم څېړل او ارزول کېږي.
د نوبل جایزې کمیټې ویلي: "د جایزې ګټونکو په اوسني عصر کې د انسانانو روغتیا ته له خطره په یوه ډک وخت کې د واکسین په جوړولو او پرمختیا سره ډېره مرسته کړې."
واکسینونه د معافیت سیسټم روزي چې ګواښونه وپېژني او مبارزه ورسره وکړي؛ د بېلګې په توګه ویروسونه یا باکتریاوې.
د واکسین دودیزه ټېکنالوژي د اصلي ویروس یا باکتریا د مړو یا کمزورو نسخو پر اساس جوړېږي او یا هم د انتاني برخو ټوټې پکې کارول کېږي. خو برعکس، د (اېم، ار، اېن، اې) واکسین په بشپړ ډول مختلفې لارې او طریقه کارولې دي.
د کوویډ وبا پر مهال، موډرنا او فایزر/بایو ټیک واکسین دواړه د (اېم، ار، اېن، اې) ټېکنالوژۍ پر اساس رامنځ ته شوي وو.
ډاکټر کریکو او ویسمن د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې هغه مهال سره لیدلي وو چې دوی د امریکا د پنسلوانیا په پوهنتون کې کار کاوه.
تېر کال د کیميا په برخه کې د "لیګو" نوبل نړیواله جایزه درېیو هغو څېړونکو ته ورکړل شوې وه چې د ماليکولونو په تړلو یا کلېک کېمیسټري یې کار کړی و.
هغه درې څېړونکي کرولاین بېرتوزي، مارټن مېډال او بري شارپلېس وو چې د کیمیا په برخه کې یې د نوبل جایزې لس مېلیون کرونه یا څه باندې نهه لکه امریکايي ډالره جایزه خپلو منځونو کې ووېشله.
نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې د نړۍ له بېلابېلو برخو هغو ښځو او نارینهو ته ورکول کېږي چې د فیزيک، کیمیا، طب یا درملو، ادبیاتو او سولې په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې وي.
دا جایزه د الفرېډ نوبل په نامه ده. هغه یو سويډنی مخترع، سوداګر او څېړونکی و چې شعرونه او ډرامې یې هم لیکلې.
د هغه ډېره لېوالتیا د هغه د جایزې په برخو کې هم ښکاري چې ده يې په ۱۸۹۵ کال کې هغه مهال بنسټ کېښود چې په خپل وصیت کې یې وليکل چې ډېره شتمني به یې دغې جایزې ته ورکول کېږي.









