لیبیا کې سېلابونه؛ لږ تر لږه د ۲۰ زره کسانو د وژل کېدو اټکل کېږي

لیبیا سېلابونه

د عکس سرچینه، EPA

ملګرو ملتونو ویلي په لیبیا کې د وروستي توپان او سېلاب ځپلو سره د مرستې عملیاتو د همغږۍ لپاره یې ګامونه اوچت کړي دي. په لیبیا کې د دوو سیالو ډلو بېلابېلې واکمنۍ دي.

د لیبیا په ختیځ کې بدر درنا په سیمه کې د دوو بندونو له نړېدو او سېلابونو وروسته د دغه ښار ښاروال اټکل کړی چې ښايي په دې پېښه کې تر ۲۰ زرو کسان وژل شوي وي.

د دغو سېلابونو او ویجاړیو له امله لسګونو زره خلک بې ځایه شوي هم دي.

په طرابلس کې د لیبیا حکومت مشرانو د دغه هېواد له څارنوالانو غوښتي چې د دوو بندونو د نړېدو په اړه څېړني وکړي.

په ورته مهال کې ملګرو ملتونو په لیبیا کې د اوبو د ککړتیا له امله د ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي: "خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري او که د ککړو اوبو په څښلو پیل وکړي او مخه یې ونه نیول شي، نو ښايي موږ د ناروغیو دویمې څپې او ان مرګونو شاهدان واوسو."

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، د لیبیا په ختیځ او لویدیځ کې د حکومتونو ادارو له یو بل سره د اړیکو په ترڅ کې په ګډه د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه غړي توحید پاشا له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي "دواړو حکومتونو د خدماتو او مرستو لپاره نړیوالې ټولنې ته مخه کړې ده."

هغه زياته کړه، د ملي يووالي حکومت [په لوېديځ کې مېشت] د ټول هېواد په استازيتوب زموږ د ملاتړ غوښتنه کړې او وايي په دې برخه کې يې په ختيځ کې له مېشت حکومت سره لازمه همغږي کړې ده.

د ښاغلي پاشا په وینا، "اوس مهال اصلي ننګونه د لیبیا د چارواکو اړتیاوو او غوښتنو ته د نړیوالې ټولنې ځواب دی."

هغه ټینګار وکړ چې د مرستو رسول "باید ډېر ژر ترسره شي" او موخې ته د رسېدو لپاره، د بهرنیو مالي مرستو ترلاسه کول اړین دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د لیبیا د مشر معمر القذافي رژیم له نسکورېدو راهیسې، قومي او سیمه ییزو دښمنیو لیبیا په دوو سیالو حکومتونو وېشلې او په ځینو سیمو کې د بېلابېلو ملېشه ډلو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

د ملي یووالي حکومت مشر عبدالحمید دیبا په پلازمېنه طرابلس کې واکمن دی، چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پېژندل شوی او ملاتړ یې کوي.

اسامه حمد د لیبیا په ختیځ کې د "ولسي جرګې" په نوم د یوې ادارې مشري کوي چې نړیوال یې د لیبیا حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. په عین حال کې ویل کېږي چې په لیبیا کې اصلي واک د ملي پوځ د قوماندان جنرال بلقاسم حفتر په لاس کې دی.

لیبیا سېلابونه

د عکس سرچینه، Reuters

جنرال حفتر په وروستیو کې له یوه مصري پوځي پلاوي سره لېدلي چې لیبیا ته له سیلاب ځپلو سره د مرستې او ملاتړ لپاره ورغلی و.

له مصر او تونسه د لټون او ژغورنې ډلې، له ترکیې نه ۱۶۰ ژغورونکي، له ایټالیا او هسپانیې نه د اور وژونکو ډلې هم لیبیا ته رسېدلي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د مشر ویاند توماسو ډیلا لونګا په وینا، د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره وخت په تېرېدو دی.

هغه ویلي: " له بده مرغه موږ پوهېږو د اغېزمنو مرستو کړکۍ به په راتلونکو ساعتونو کې وتړل شي، خو بیا هم هیله شته."

ښاغلی ډیلا لونگا وايي په سیمه کې د لیبیا د سرې میاشتې ژغورونکو د دې ناورین پایلې د "بمبارۍ او زلزلې" له اغېزو سره پرتله کړې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فولکر ترک ټینګار وکړ چې ټولې سیاسي ډلې باید له قربانیانو سره د مرستې لپاره په ګډه کار وکړي. هغه ویلي، "اوس موخې ته د رسېدو لپاره د یووالي وخت راغلی دی."