ولې میاشي ځینې کسان د نور پرتله ډېر چیچي؟

میاشي

د عکس سرچینه، Getty Images

آیا تاسو هم د هغو کسانو په ډله کې یاست، چې له میاشو په عذاب دي او ډېر یې چیچي؟ داسې حال کې چې ښايي شاوخوا مو نور کسان د میاشو له دې عذابه خوندي وي.

له ډېرې مودې راهیسې ساینس پوهان په دې پوه شوي، چې میاشي په ټولو خلکو برید نه کوي او په دې اړه ډېرې څېړنې هم شوې دي.

څېړنې ښيي، ځينې کسانو د بدن بوی د "میاشو مقناطیس" دی، چې میاشي ځان ته راټولوي.

کارپوهانو په دوبي کې د میاشو له چیچلو د خوندیتوب لپاره د لاندې لارو چارو وړاندیز کړی دی.

ولې میاشي ځینې خلک ډېر چیچي؟

نیویارک کې د راکفېلر پوهنتون څېړونکو د بدن بوی او له امله یې د مچیو د رابللو په اړه یوه څېړنه کې، د ۶۴ رضاکاره کسانو پر مټ د شپږو ساعتونو لپاره پلاستر ولګاوه چې د بدن بوی یې جذب کړي.

بیا یې دا پلاسترونه د ښځینه میاشو په منځ کې کېښودل.

میاشي

د عکس سرچینه، Getty Images

د څېړنې پایله کې مالومه شوه، چې له دغو ۶۴ کسانو د یو تن د بوی جذابیت د پام وړ و او ځینې بیا "سل برابره"د میاشو جذبوونکي وو.

د دلیل موندلو په لټه کې ساینس پوهانو بیا وموندله، چې د هغو کسانو پوټکی چې میاشي ډېر ځان ته راجذبوي ډېر کاربوکسیلیک اسید لري.

د څېړنو له مخې د دې مادې اندازه په بدن کې د وخت په تېرېدو نه بدلېږي او له بده مرغه که تاسې د میاشو راجذبوونکي کسانو په ډله کې یاست نو ټول عمر به مو چیچي.

خو کارپوهانو تمه لري چې میاشو ته د جذابو بویونو له پېژندلو سره به داسې خوندي مواد برابر کړي چې د چیچلو له عذابه یې خوندي شئ.

د میاشو له چیچلو څنګه ځان خوندي کړو؟

د میاشو عذاب په موسمونو پورې تړلې ده او اندازه یې هم معمولا په آب و هوا پورې اړه لري چې کال په کال بدلېږي.

میاشي

د عکس سرچینه، Getty Images

په اوږده اوړي کې چې هوا ډېره ګرمه او بارانونه ډېر نه وي میاشي ډېرېږي او د ژمي پرتله ډېر وي.

له دې سربېره د ځینو کارپوهانو په وینا، څومره مو چې ډېره ګرمي وشي او خولې شئ، هغومره مو میاشي ډچیچي.

ماشي ډېر کله په سهار او ماښام کې برید درباندې کوي او تر زنګنونو لاندې بدن مو ډېر چیچي، پرتوګ او جورابې مو ښايي د دې برید د خوندیتوب ښه لار وي.

که میاشي وچیچلئ هغه ځای مه ګروئ، کارپوهان سپارښتنه کوي چې د چیچلي ځای د پړسوب د کمولو لپاره د یخ کوچنۍ ټوټه پرې ونیسئ او د خارښت لپاره یې بېکېنګ سوډا محلول وکاروئ.

د خارښت کمولو لپاره یې د انتي هستامین کریم کارولو وړاندیز هم شوی.