"زه ژوندی پاتې شوم، خو زما شاوخوا ډېر کسان مړه شول"

هند اورګاډي ټکر

د عکس سرچینه، EPA

د جمعې په ماښام د هند په ختیځ اوډېسا ایالت کې د اورګاډي پېښه په دې هېواد کې د دې پېړۍ تر ټولو بده هغه بلل شوې.

په دغې پېښې کې دوه مسافر وړونکي اور ګاډي له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شوي دي.

د چارواکو په وینا د شالیمار - چینای کورومنډیل ایکسپریس اورګاډی له پټلۍ وتلی و، چې د مالونو یو اورګاډي سره ټکر شوی او وروسته یې واګونونه یا خونې هم له پټلۍ وتلي.

بل اورګاډی د هاوره سوپرفاسټ ایکسپریس له یسونت پور - هاوره ته روان و، چې له دې ټرینونو سره یې ټکر وکړ.

بي بي سي له دوو ځايي کلیوالو سره، چې د پېښې عیني شاهدان وو او د اورګاډي یوه ټپي شوي مسافر سره چې په کورومندیل ایکسپریس اورګاډي کې یې سفر کاوه، خبرې کړې دي.

هند اورګاډي ټکر

ګریجا شنکر رات

په مالونو بار اورګاډی پر یوه پټلۍ ولاړ و. په همدې وخت کې د کورومنډیل ایکسپریس اورګاډۍ له پټلۍ ووت او د مالونو له اورګاډي سره ټکر شو.

سخته ګډوډي وه. له بلې خوا را روان اورګاډی شالیمار ایکسپریس و. چې د کورومنډیل ایکسپریس اورګاډی یې د شا له خوا وواهه. د هغه دوه واګونونه له پټلۍ ووتل. د ټکر پر مهال یو لوړ غږ شو. شاوخوا لوګي وو.

ګډوډي وه، خلکو هر لوری منډې وهلې. زه پټلۍ ته نژدې وم او پریکړه مې وکړه چې د پېښې ځای ته ورشم. موږ د ځینو بند پاتې مسافرو ایستل پیل کړل او ومو کولای شول، چې ځینې ژوندي پاتې کسان او ځینې جسدونه را وباسو.

هند اورګاډي ټکر

توتو بېسواس

موږ یو لوړ غږ واورېد. کله چې له کوره راووتو، ومو ولیدل چې بهر دا پېښه شوې وه. ما ولیدل چې د مالونو اورګاډی په بل اورګاډي ورپورته شوی و.

کله چې د پېښې ځای ته ورسېدم، ومې ليدل چې ډېر کسان ټپيان وو، ډېر مړه وو. یوه کوچنی ماشوم چېغې وهلې او ژړل یې، چې ښايي مور او پلار یې مړه شوي وو. لږ وروسته هغه ماشوم هم مړ شو.

دلته ډېرو خلکو اوبه غوښتې. ما خلکو ته تر خپله وسه اوبه ورکولې. زموږ د کلي خلک دلته راغلل او له خلکو سره یې تر خپلې وسې مرسته کوله. وېرونکی حال وو.

ټپیان ډېر زیات وو، موږ نه پوهېدو چې څنګه یې وباسو. د ژغورنکو ډلو تر را رسېدو وروسته دا کار یو څه اسانه شو. د ژغورنې چارې نژدې ټوله شپه روانې وې. زه لا تر اوسه په وېره کې یم.

هند اورګاډي ټکر

مکېش پنډت

زه په اورګاډي کې وم، د اورګادي یو څه ټکان مو احساس کړ ، بیا اورګاډی له پټلۍ ووت.

د تندر په شان غږ شو او اورګاډی چپه شو. زه بند پاتې وم، تر نیم ساعت وروسته ځایی خلکو وژغورلم.

زموږ ټول وسایل بهر وغورځېدل. ما خپل وسایل هېڅ ونه موندل. زه بهر راووتم او پر ځمکه کېناستم. څلور مسافر چې زما له کلي راسره روان وو، ژوندي پاتې دي، خو ډېر کسان ټپیان او لا تر اوسه ورک دي.

په هغه واګون کې چې زه په کې سپور وم، ډېر کسان په کې مړه شول، هغه چې سخت ژوبل شوي وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.