وټس اپ خپلو کاروونکو ته د پیغامونو د اېډیټ(سمونې) اجازه ورکوي

Men pose with smartphones in front of displayed Whatsapp logo.

د عکس سرچینه، Reuters

وټس اپ وايي،‌ کاروونکو ته به د دې اجازه ورکړي چې خپل پیغام له استولو وروسته اېډیټ یا سم کړي.

یاد شرکت وايي،‌ کاروونکي يې کولی شي د پیغام له استولو وروسته یوازې تر ۱۵ دقیقو پورې خپل پیغام کې بدلون راولي او اېډيټ یې کړي.

وټس اپ د مېتا امریکايي شرکت یوه برخه ده چې د فسبوک او انسټګرام مالکیت هم لري.

وټس اپ به دا ځانګړنه راتلونکو اوونیو کې خپلو ۲ میلیارده کاروونکو ته وړاندې کړي.

هند د ۴۸۷ میلیونه کاروونکو سره د وټس اپ د لوی بازار په توګه شمېرل کېږي.

د پیغام رسولو خدمت د وشنبې پر ورځ ویلي: "خوښ یو چې د یوې لويې تېروتنې له سمولو نیولې ان د ځینو ټکو تر اضافه کولو پورې مونږ تاسو ته پر خپل وټس اپ د لا نور کنټرول اجازه درکوو."

Steps to edit a message as shared by WhatsApp.

د عکس سرچینه، WhatsApp

دا زیاتوي: "تاسې کولی شئ پر استول شوي پیغام ګوته ټینګه کړئ چې تاسې ته د اپشنونو مینیو پرانیزي، او په هغې کې د ایډیټ یا سمونې اپشن غوره کړئ. په دې کار سره تاسې کولی شئ چې خپل استول شوی متن سم کړئ او بدلون پکې راولئ، پیغام سره مو لیکل کېږي چې سمونې پکې شوي او لوستونکی پوهېږي چې پیغام کې بدلون راغلی او اېډيټ شوی دی.

خو لوستونکی په دې نه پوهېږي چې له دې وړاندې پیغام په کومه بڼه لیکل شوی و او محتوا یې څه وه."

له وټس اپ وړاندې ټیلیګرام او سیګنل هم ورته ځانګړنی لرلې او کاروونکو کولی شي د خپل پیغام محتوا کې بدلون راولي.

د سمونې یا اېډيټ چاره یوه لیسزه مخکې د فسبوک له خوا وړاندې شوه، هغه مهال فسبوک روښانه کړه چې له نیمايي زیات کاروونکي یې د تلیفون په مرسته سایټونو ته لاسرسی مومي چې ډېر کله ترې ټایپي تېروتنې کېږي.

تېر کال د ایلون مسک شرکت "ټوېټر" هم اعلان وکړ چې کاروونکو ته یې د ټوېټونو د اېډيټ شونتیا برابروي.

د ټوېټر دغه ځانګړتیا په مرسته کاروونکي کولی شي تر ۳۰ دقیقو خپله لیکنه اېډيټ کړي.

ټوېټر هغه مهال ویلي و: "د ټوېټ پر مهال به مو سترس کم وي او په راحتئ به دا کار کوئ."