'تېره اونۍ د روهېنګیا کډوالو کمپ ته په لوی لاس اور اچول شوی و'

تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله د کډوالو زرګونه کورونه سوځلي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله د کډوالو زرګونه کورونه سوځلي وو.
    • Author, کیلې اینګ
    • دنده, بي بي سي

پلټونکي وايي، د نړۍ په تر ټولو لوی کډوالو کمپ کې تېره اونۍ لګېدلی اور 'د هدفي ورانکارۍ یو عمل و. '

بنګله دېش کې تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله نژدې ۱۵۰۰۰ روهېنګیا کډوال بې کوره شول او ۲۸۰۰ پورې مېشت ځایونه خاورې، ایرې شول.

هغه حکومتي چاوراکی چې د دې پېښې پلټنې مشري یې کړې وايي، وسله والو ډلو پر کمپ غلبې لپاره په لومړي سر کې اور اچولی و. د ابو صفیان په وینا اور په یوه وخت څو ځایه ولګېد او ورسره دا اندېښنه راپورته شوه، چې ښايي دا پلان شوې اور لګېدنه وي.

په کاکس بازار نومي دې کمپ کې د اورلګېدنې له کبله د سر زیان نه دی اوښتی، خو له کبله یې د کډوالو مېشت ځایونو، ښوونځیو، کلینکونو او د عامه خدماتو نورو تاسیساتو ته زیانونه اوښتي. دي.

د دې پېښې پلټنې لپاره یو اووه کسیز پلاوی ګومارل شوی و، چې له ۱۵۰ عیني شاهدانو سره له مرکو وروسته یې پر یکشنبه خپل رپوټ وړاندې کړ. په رپوټ کې ویل شوي، چې د اورلګېدنې مسوولې ډلې معلومولو لپاره باید نوره پلټنه هم وشي.

رپوټ کې ویل شوي د ینګله د ېش سویل ختیځ کاکس بازار کمپ کې له ځايي وخت سره سم دوې نیمې بجې اور ولګېد ماښام مهال کابو کړل شو.

د بنګله دېش په ګاونډي هېواد میانمار کې د روهېنګیا توکمو لږکۍ خلاف د پوځ له عملیاتو وروسته نژدې یو نیم میلیون روهېنګیا یوازې د کاکس بازار کمپ ته کډوال شوي.

دا کډوال په داسې مېشت ځایونو کې اوسي چې له خټې، لرګیو او پلاستیکي ترپالونو چمتو شوي او هر وخت د اور اخیستو له احتمالي ګواښ سره مخامخ دي.