پاکستان کې بارانونو او سیلابونو نژدې یو میلیون کسان اغېزمن کړي

د عکس سرچینه، ISMAIL SASOLI
پاکستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره 'این ډي ایم اې ' مسوولین وايي، د سږ کال پشکال یا مون سون ګڼو بارانونو او سیلابونو له کبله تر اوسه په ټول هېواد کې ۶۴۹ کسان مړه شوي او د هېواد ۱۰۳ ولسوالۍ یا ضلعې اغېزمنې شوې دي.
د پاکستان پلان وزیر احسن اقبال په وینا د سږنیو بارانونو او سیلابونو له کبله تر ټولو ډېر بلوچستان ایالت اغېزمن شوی دی، چې په وینا یې دا اوږد پشکال د اقلیمي بدلون یوه نښه ده.
نوموړي د چارشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، له همدې کبله په هغو سیمو کې ډېر بارانونه شوي، چې معمولاً لږ باران پکې کېږي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو څانګې د وېبپاڼې زبیر اعظم په خپل رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویلي، بلوچستان کې د بل هر ایالت پرتله ډېر ۳۶۰ زره کسان د سیلابونو له کبله اغېزمن شوي، ۱۹۶ کسان مړه شوي او ۸۱ کسان ټپیان شوي دي.
د بي بي سي خبریال وايي، بلوچستان کې ۲۱ زره ودانیو، ۶۹۰ کیلومتره لویو لارو ته هم زیان اوښتی او څه باندې ۱۰۰ زره حیوانات اغېزمن شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې بیا د دې سیلابونو او بارانونو له کبله ۷۴ کسان مړه شوي او ۱۴۸ کسان ټپیان شوي دي.

سند کې د ۶۶ ماشومانو په ګډون ۱۴۱ کسان مړه شوي، پنځه سوه ټپیان شوي، پنجاب کې هم ۱۴۱ کسان مړه شوي، نژدې ۱۲۰ زره کسان ټپیان شوي او ګلګت - بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۳۸ کسان مړه شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولین وايي، د تلفاتو دا شمېرې لومړنۍ دي او حتمي نه شي بلل کېدای.
د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې د دې ادارې مشر ډګر جنرال اختر نواز وویل، د دوی اداره له ایالتي یا صوبايي چارواکو او پاکستان پوځ سره په شریکه د سیلابونو له کبله د اوښتي زیان کچې معلومولو لپاره په شریکه کار کوي.








