د ډاکټرانو سپارښتنه: د ملا اندازه مو باید د قد تر نیمایي اندازې کمه وي

Man measuring his waist with a tape measure

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روغتیاپالان وایي، د نس شاوخوا وازګه یا غټه خېټه د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي

په بریتانیا کې روغتیاپالانو خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې باید د نس شاوخوا وازده (وازګه) یا په عامه اصطلاح 'خېټه' کمه کړي، ځکه دا وازګه خطرناکه ده او د بېلابېلو ناروغیو سبب کېدلای شي.

روغتیاپالان وایي، د یو کس د ملا یا خېټې اندازه باید د هغه د قد یا ونې تر نیمایي کمه وي، کنه نو پر شکرې، لوړ فشار او د زړه په ناروغیو یې د اخته کېدو چانس ډېر دی.

ځینې خلک چې په ونه دنګ دي، فکر کوي چې د خېټې شاوخوا وازده یې نه مالومېږي او خطر هم نه لري. خو ساینسن پوهان وایي په دنګو کسانو کې هم دا وازده خطر پېښولی شي او باید د قد تر نیمایي اندازې راکمه کړل شي.

روغتیاپلانو خبرداری ورکړی دی چې په اسیايي او افریقایي نژاده وګړو کې دا ستونزه ډېره ده، او ښایي یو لامل وي چې دوی د نورو پرتله ډېر د شکرې، لوړ فشار او د زړه په ناروغیو اخته کېږي.

لنډه دا چې که ستاسې ونه یا قد ۱۷۵ سانتي متره وي نو د ملا اندازه مو باید له ۸۶ یا ۳۴ انچو ډېره نه وي.

روغتیاپالان وایي، د ونې او ملا د انداې دا فارمولا د ښځو او نارینه دواړو، او د هر توکم وګړو لپاره کارېدلی شي.

البته په میندوارو مېرمنو او همدا راز تر دوه کاله د کم عمر ماشومانو کې بیا دا فارموله کارول سمه پایله نه ورکوي.

Woman measuring her waist

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ونې او ملا اندازې پرتله کول ساده فارموله ده او د ډېریو وګړو لپاره ګټوره تمامېږي

په بریتانیا کې وروستیو څېړنو موندلې چې په دې هېواد کې ۲۸ سلنه کسان د چاغۍ په مرض اخته دي او ۳۶ سلنه کسان بیا داسې دي چې وزن یې تر مناسبې یا صحي کچې ډېر دی.

د دې هېواد د عامې روغتیا خدماتو اداره یا NHS هر کال د وزن زیاتوالي سره په تړلیو ناروغیو او ستونزو څه باندې ۶ ملیارده پاونډه لګوي.

د ګلاسګو د پوهنتون استاد پروفیسور نوید ستار وایي، داسې هېڅ تضمین نشته چې خلک به دا وروستۍ فارموله (د ونې او ملا د اندازې پرتله کوله) د یو ښه نصیحت په توګه ومني.

خو نوموړی ټینګار کوي چې د هرې نوې څېړنې ګټې باید خلکو ته تشریح شي او په اړه یې ساده او عام فهمه مالومات ورکړل شي.

خو ځینې کسان بیا پر دې فارموله ډېر حساب نه کوي او استدلال کوي چې د ټیټو کسانو برخه کې، یا د پاخه عمر کسانو لپاره چې عمر سره یې ونه راکمه شوې، سمه پایله نه ورکوي.

خو د دې څېړونکې ډلې غړې پروفیسوره رېچل بټرهم وایي، که د ونې او ملا اندازه سمه وي او که نه، دا یو منل شوی او ثابت شوی حقیقت دی چې د نس شاوخوا وازده یا غټه خېټه د بېلابېلو ناروغیو لامل کېدلی شي.

نوموړې وایي، دا یوه ساده فارموله ده او ډېری وګړي یې په کارولو سره کولی شي چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او صحي عادتونه خپل کړي.