لاوروف اروپا کې د روسیې او امریکا ترمنځ د پوځي ټکر په اړه خبرداری ورکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی چې اروپا ښايي د ده په وینا " د پوځي ټکر وحشت " سره بیا مخ شي. هغه له لویدیځو هېوادونو سره د نوې هوکړې غږ پورته کړ. لاوروف چې په سویډن کې یې د اروپا په امنیتي کانفرانس کې خبرې کولې ختیځ لوري ته د ناټو د لمنې غځېدو مخنیوي په موخه د اروپا د نوي امنیتي تړون را منځته کولو وړاندیز وکړ.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بیا له اوکرایین سره د شخړې د "ناوړه پایلو" په اړه خبرداری ورکړی.
اروپا کې دا امنیتي غونډه داسې مهال جوړیږي چې روسیې اوکرایین سره پولې ته څېرمه د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی. اوکرایین وايي روسیې له ۹۰ زرو زیات سرتیري سرحدي سیمې ته استولي دي.
روسیې پر اوکرایین د برید لپاره د چمتووالي خبره رد کړې ده او پر دغه هېواد یې تور لګولی چې پوځي ځواکمنتیا یې لوړه کړې ده.
سیمه کې د ترینګلتیا زیاتېدو سره روسیې ویلي پر پنجشنبه یې درې شک لاندې اوکراییني امنیتي ایجنټان نیولي دي.
له دې ډلې یو یې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو تورن شوی او دوه نورو یې د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې په وینا استخباراتي معلومات راټولول.
د روسیې او امریکا د ولسمشرانو احتمالي لیدنه

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې او امریکا د بهرنیو د چارو وزیرانو د اروپا د امنیتي کانفرانس په څنډه کې مخامخ لیدنه هم کړې ده.
امریکايي چارواکي وايي دواړو لوریو منلې چې د اوکرایین په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په نږدې راتلونکې کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او جو بایډن ترمنځ د مخامخ خبرو د شونتیا خبره هم کړې ده.
انټر فاکس خبرې اژانس رپوټ ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله کړې ده چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ناسته به راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي خو تر اوسه یې نېټه نه ده ټاکل شوې.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو تېره جون میاشت هم په جنیوا کې په مخامخ خبرو کې اورکرایین پولې ته نږدې د ځواکونو ځای پر ځای کولو په اړه خبرې کړې وې.
د روانې اونۍ لومړیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو هېواد یې له امریکا غواړي دا ضمانت ورکړي چې ناټو به خپل حضور د اوکرایین تر پولو محدودوي.

د عکس سرچینه، MAXAR VIA REUTERS
خو پر پنجشنبه ( دېسمبر ۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې وویل ناټو د ترینګلتیا کمولو او د خطرناکو پېښو د مخنیوي لپاره وړاندیزونو ته مثبت غبرګون نه دی ښودلی.
هغه وویل چې ناټو په " نا مسؤولانه توګه خپل پوځي وسایل د روسیې پولو ته نږدې رومانیا او پولنډ ته راوړي او د توغندیو ضد دفاعي سېسټم یې هلته ځای پر کړی چې کېدای شي د برید لپاره د یوې اډې په توګه وکارول شي. "
هغه دغه راز اروپا کې د امریکا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې دا توغندي " نږدې ده چې اروپا کې ځای پر ځای کړل شي او په دې سره د پوځي ټکر وحشت بیا رامنځته کوي. "
خو له خپل روسي سیال سره خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د کړکیچ مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لار دپلوماسي ده، هغه روسیه وهڅوله چې خپل ځواکونه بېرته په شا کړي:
" د امریکا متحده ایالتونه د دې چارې اسانولو ته چمتو ده... که روسیې د ټکر لاره غوره کړه نو ډېرې ناوړه پایلې به ولري. "
پرون چارشنبه د اوکرایین ولسمشر ولادیمیز زیلینسکي له روسیې سره له اوو کلونو راهیسې د روانې شخړې د هواري په اړه د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ. دا شخړه د اوکرایین حکومت او بیلتوپانو ترمنځ ده چې روسیه یې ملاتړ کوي.









