روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې سیمو نه خپل پوځیان وباسي

Russia says the units in Crimea and near the border with Ukraine have been on military exercise

د عکس سرچینه، Russian ministry of defence

د عکس تشریح، روسیه وايي، کریمیا او پولې ته څېرمه سیمو کې پوځیان تمرینات کوي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګیو یو شمېر هغو پوځي ډلګیو ته چې له څه مودې راهیسې له اوکراین سره د پولې سیمه کې ځای پر ځای شوي وو، مرکزونو ته د بېرته د ستنېدو امر کړی.

اروپايي ټولنه وايي، د روسيې او اوکراین پر پوله نژدې سل زره روسي سرتېري یو ځای شوي وو. دغه ټولنه وايي، په کریمیا کې هم روسي پوځیان ځای پر ځای شوي وو، چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې لاندې کړې او په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړه.

په کریمیا کې د خبرو پر مهال ښاغلي شویګیو وویل، په تمریناتو بوخت سرتېري به خپلو مرکزونو ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا د چټکو معایناتو تمرینات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي. هغه زیاته کړه: "ځواکونو خپله باوري وړتیا وښودله چې د هېواد دفاع لپاره چمتو دي.''

د پراشوټي ډلګیو یوه برخه به د جمعې پر ورځ خپلو (مستقلو) مرکزونو ته ستنېدل پیل کړي او د مې پر لومړۍ نېټه به دغه عملیات بشپړ شي.

تېره اونۍ د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له اروپايي مشرانو سره پر خپله پوله د روسي ځواکونو یو ځای کېدو موضوع راپورته کړه او له روسي ولسمشر ولادیمر پوتین یې وغوښتل چې په جنجالي سیمه کې ورسره وویني.

ناټو مشرانو هم په دې هکله خبرداری ورکړ او په جون میاشت کې یې یوه غونډه راوبلله، چې د روسیې موضوع به یې د اجنډا په سر کې وي.

د ناټو او امریکا لخوا خبرداری

Helicopters in Crimea

د عکس سرچینه، Russian defence ministry

د عکس تشریح، د پنجشنبې پر ورځ کریمیا کې پوځي تمرینونه د دفاع وزیر په شتون کې تر سره شول

که څه هم روسیې د ناټو له (ګواښوونکي) غبرګون وروسته د پوځیانو یو ځای کېدلو ته د روزنې تمریناتو نوم ورکړ، خو دغه هېواد چارواکو وویل، د تور سمندر ځینو سیمو کې بهرنیو بېړیو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

تېره اونۍ د روسیې او لوېدیځوالو تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له ولسمشر ولادیمر پوتین سره اړیکه ټینګه کړې او په یوه درېیم هېواد کې یې د لیدنې وړاندیز ورته کړی دی.

د امریکا او ناټو چارواکو روسي ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې اوکراین سره ګډه پوله باندې دې هېڅ ډول پاروونکی عمل نه کوي.

خو ولسمشر پوتین بیا چارشنبه روسانو ته په کلنۍ وینا کې د روسیې له سرو کرښو د پېښې نه اړولو په هکله ''لویدیځوالو ته خبرداری'' ورکړ.

د اوکراین په ختیځ کې ۲۰۱۴ کال کې له هغه وروسته شخړه پیل شوه، چې روسیې کریمیا سیمه لاندې کړه. روسي پلوه پوځیانو د لوهانڅک او دونیڅک سیمو پراخه برخه ونیوله او دا وروستیو اونیو کې څو ځله په سیمه کې له اوربنده سرغړونه شوې ده.