طالبانو د خوښۍ هوایي ډزې کړې؛ چارواکي یې کابل هوایي ډګر ته لاړل

Taliban fighters at Kabul airport

د عکس سرچینه، WAKIL KOHSAR

افغان پلازمېنه کابل کې تېره شپه تر هغه وروسته چې د امریکا ورستۍ پوځي الوتکې له هوايي‌ ډګره پورته شوې نو طالبانو د ښار بېلابېلو برخو کې د خوښۍ هوایي ډزې پیل کړې.

سه شنبه سهار وختي د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر هغې برخې ته ورغی چیرې چې امریکایی ځواکونه د تېري شپې تر دولسو بجو پورې مېشت وو.

کله چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له څو تنو نورو طالب مشرانو سره هوایي ډګر ته ورسېد نو د طالبانو د ځانګړي امنیتي "بدري" ډلې له خوا یې تود هرکلی وشو.

د طالبانو ویاند خبریالانو ته وویل، په رسمي ډول له امریکایي او بهرنیو ځواکونو د خپلواکۍ اعلان کوي؛. ښاغلي مجاهد وویل چې طالبان د متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

ځینې بهرني ژورنالستان هم په هوایی ډګر کې لیدل کېدل،‌ خو یواځې یوه ښځينه خبریاله هلته موجوده وه.

د طالبانو د پلویانو لخوا په شریکو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا یوه نظامي الوتکه لا هم هلته ولاړه وه، چې د طالبانو په وینا امریکایانو پرې ایښې ده.

پدې ویډیوګانو کې ، د طالبانو مشران اوریدل کیدی شي چې خپلو امنیتي ځواکونو ته وايي، "الوتکه محاصره کړئ ."

"پر خلکو تپل شوي نه یو، د خلکو خدمتګار یو"

Taliban special forces at Kabul airport after the final US withdrawal.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، Taliban special forces at Kabul airport after the final US withdrawal.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته هم لنډه وینا وکړه او په دې وینا کې يې ویل چې دوی باید افغان ولس ونه ځوروي.

د ده په وینا افغان ولس په تیرو شلو کلونو کې ډیر کړاوونه زغملي دي. "له هرڅه دمخه ، زه تاسو ټولو ته مبارکي درکوم او تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ دا ازادي ستاسو په څیر مجاهدینو ، زموږ فدايي ځوانانو او د مخلص مشرتابه له لاسه ترلاسه کړې. اوس له تاسو غواړو چې خلک ونه ځوروئ، ځکه چې زموږ خلکو تېر شل کاله سخت کړاونه تېر کړي دي. موږ پر دوی مسلط شوي نه یوو، بلکې د دوی خادمان یوو."

تېره شپه ناوخته امریکایي چاراکو تائید کړه چې له افغانستانه یې وروستي پوځيان هم وتلي او ورسره یې هغه هېواد کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته رسېدلی.

په تېر شل کلننه موده کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او نور کارکوونکو افغانستان کې وژل شوي او شاوخوا شل زره ټپیان دي.