پېښور کې پر ماشومې د جنسي تېري جعلي خبر؛ پولیسو پلټنې پیل کړې

د عکس سرچینه، Thinkstock
د خواله رسنیو نامناسب استعمال د پېښور یوې کورنۍ غړي اړ کړل چې د خپلې اته کلنې لور په هکله د یوه دروغجن خبر په تړاو پولیسو ته شکایت وکړي.
د وټس اپ په ګډون پر خواله رسنیو د دغې ځايي ماشومې او دوو کسانو له تصویرونو سره پیغام کې تور پورې شوی و چې ګواکې همدې کسانو جنسي تېری پرې کړی او وژلې یې ده.
له پیغام سره لیکل شوي وو چې (دا د ظلم وروستی حد دی) او په تصویر کې د ښودل شویو کسانو په نیولو کې د مرستې غوښتنه شوې وه.
له دې وټس اپ پیغام سره د موبایل ټیلیفون یوه شمېره هم لیکل شوې وه.
خو د مچنۍ سیمې پولیسو افسر امداد خان بي بي سي ته وویل، دې تصویر کې ښودل شوې ماشومه رکه روغه ده او د چارشنبې پر ورځ له کورنۍ سره پولیسو مرکز ته ورغلې وه.
نوموړی افسر زیاتوي، یادې کورنۍ د خپلې لور په اړه خپور شوی خبر جعلي بللی او دوی د دغې کورنۍ شکایت رسماً ثبت کړی دی.
بل لور ته د پېښور ښاري پولیسو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د جعلي پیغام خپرونکو لټون پیل شوی دی.
د ماشومې پلار بي بي سي ته وویل، یوه دوست ورته د ټیلیفون له لارې د دغه پوسټ په اړه وویل، خو کله چې ده کور کې پوښتنه وکړه نو معلومه شوه، چې لور یې روغه رمټه ده.
د ماشومې پلار وايي، له هغو کسانو چې تصویرونه یې خپاره شوي، یو د ده خوریی دی.
کله چې بي بي سي د دې هلک له کورنۍ سره اړیکه ونیوله نو معلومه شوه چې دغه یتیم هلک له مور، خور او اوښي سره اوسي او د نهم ټولګي زده کوونکی دی.

د عکس سرچینه، PA Media
د هلک اوښی وايي، دوی نه له چا سره دوښمني لري او نه یې له چا سره سخته رویه کړې، خو په وینا یې د دواړه کورنیو خپلوۍ خرابولو لپاره یو چا دسیسه جوړه کړې.
له دې کورنۍ سره د خبرو پر مهال د هلک ژړغونی غږ اورېدل کېده، چې ویل یې، د خواله رسنۍ له حسابه یې چا تصویر اخیستی او له جعلي خبر سره یې لاس په لاس کړی دی، چې د ټولې کورنۍ لپاره د ذهني ځور لامل شوی دی.
پر خواله رسنیو داسې پیغامونه معمولاً خپرېږي، چې له یو چا سره د زور زیاتي او ظلم یادونه پکې کېږي. خو خورا لږ کسان دغه ډول پیغامونو له نورو سره تر شریکولو مخکې له اړوندو چارواکو سره خبر تاییدوي.
د پېښور پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي، نامالومو کسانو پر خواله رسنیو نه یوازې له ماشومې سره د زور زیاتي جعلي خبر خپور کړی، بلکې د ماشومې پېژندګلوي یې هم څرګنده کړې.
پولیس وایي، دوی د دې کسانو نیولو لپاره له فدرالي څېړنېزې ادارې ایف ای اي سره هم اړیکه نیسي چې اصلي مشکوک کسان ونیول شي.










