هغه سندره چې ښځې پکې بې وفا او د پېسو مینه والې ښودل شوې دي

@AsimAzharr

د عکس سرچینه، @AsimAzharr

د عکس تشریح، له عاصم اظهر سره په دې وېډيويي سندره کې څو نورو سندرغاړو او ښځينه لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د 'تم تم' په نوم د یوه پاکستاني سندرغاړي عاصم اظهر تازه سندرې پر خواله رسنیو ناندرۍ راپورته کړې دي. سندره له خپرېدو سره سم په څو ساعتونو کې تر ۱۲ سوه زره ډېر ځلې وکتل شوه، ته به وایې خلک ورته په تمه وو چې کله به خپرېږي چې نيوکې پېل کړي. په پاکستان کې پر ټوېټر خواله رسنۍ نن سبا د همدې سندرې مسله ډېره ګرمه ده.

خو پر دې سندرې ولې نیوکې کېږي؟

له عاصم اظهر سره په دې وېډيويي سندره کې څو نورو سندرغاړو او ښځينه لوبغاړو برخه اخیستې ده. د سندرې په سر کې د یوه کاناډايي فلسفي ماتشونا ډلېوایو هغه قول راخیستل شوی چې وايي، 'که د مینې پر ځای مو پېسې وټاکلې نو د تل لپاره به غریب پاتې شئ'.

په 'تم تم' یا 'ته' سندره کې د پنځو ملګرو کیسه بیان شوې چې په مینه کې دوکه ورسره کېږي او پړه يې پر نجونو وراچول کېږي چې ګواکې بې وفا دي او د مینې پر ځای شتمنۍ او پېسو ته ډېر ارزښت ورکوي.

پر سندرې پر همدې دلیل کتوونکو نیوکه کړې چې ښځې پکې ناسمې ښودل شوې دي او داسې پکې ښکارول کېږي چې ګواکې ټولې ښځې بې وفا، ځان غوښتوونکې، حریصې او بدچلنده دي.

داسې نجونو ته 'ګولډ ډېګر' اصطلاح کاريږي. د ټوېټر ځینو کاروونکو ویلي چې که د سندرې جوړوونکو غوښتلی د یوې 'ګولډ ډېګر' پر ځای يې په دې سندره کې ډېر ښه څه ځایولی شول.

ځينو لیکلي، د دې لپاره چې سندره ډېره وکتل شي مېرمنې ډېرې پکې کارول شوې دي خو هلته بیا د ښځو د ذات په اړه داسې 'فحش' تصور پکې وړاندې شوی دی.

عاصم اظہر

د عکس سرچینه، @Mooroo4

د عکس تشریح، په 'تم تم' یا 'ته' سندره کې د پنځو ملګرو کیسه بیان شوې چې په مینه کې دوکه ورسره کېږي او پړه يې پر نجونو وراچول کېږي چې ګواکې بې وفا دي او د مینې پر ځای شتمنۍ او پېسو ته ډېر ارزښت ورکوي.

یو شمېر نورو بیا ویلي چې د مینې په کیسه کې له پېسو سره د نجونو مینه ښايي حقیقت وي خو په خبره يې، په سندره کې د یوې الې په توګه د ښځو کارول ناسم کار دی.

خو د سندرې ځينې ستایوونکي هم شته. له نیوکو سره سره د عاصم اظهر د دې نوې سندرې د مینه والو کمی هم نشته. ځينو دا سندره ډېره خوښه کړې او ویلي يې دي چې د بلې برخې په تمه يې دي.