بورېس جانسن: خلک دې په ډاډه زړه بازارونو ته لاړ شي او سودا دې وکړي

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د دې هېواد پر وګړو غږ کړی چې د دوشنبې پر ورځ انګلنډ کې د عامو بازارونو له بېرته پرانیستل کېدو وروسته دې په ډاډه زړه دوکانونو او مغازو ته لاړ شي او سوداګانې دې وکړې. خو نوموړي ټینګار کړی چې خلک باید خپلمنځي واټن او نورو روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
ټاکل شوې ده چې په بریتانیا کې د دوشنبې له ورځې د غیر اړینو توکو دوکانونه او مغازې له کابو درې میاشتني بندیز وروسته بېرته پرانیستلی شي.
په بریتانیا کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د کورونا وېروس وضعیت په ښه کېدو دی او حکومت له همدې کبله ډېریو کاروبارونو ته د فعالیت پیلولو اجازه ورکړې.
د یکشنبې پر ورځ په بریتانیا کې ټولټال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله ټولټال ۳۶ مړینې ثبت شوې، چې د مارچ میاشتې راهیسې د ورځنیو مړینو تر ټولو کم شمېر دی. له دې سره په بریتانیا کې د ټولو مړو شمېر له ۴۱ زرو اوښتی.
لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د کاروبارونو بېرته پرانیستل کېدو ته خوښ دی، خو د خلکو خوندیتوب او روغتیا تر هر څه مهم دي.
له دوشنبې ورځې به انګلنډ کې د کالیو دوکانونه او مغازې، کتابتونونه، د برقي الاتونو دوکانونه، د موټر پلورنځي او د غیر اړینو توکو ګڼ نور دوکانونه پرانیستل کېږي.
خو رستورنونه، شرابخونې، سلمانۍ او ځینې نور کاروبارونه به لږ تر لږه د جولای میاشتې تر څلورمې نېتې تړلي وي.
هند د اورګاډو په ډبو کې موقتي روغتونونه جوړوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند حکومت اعلان کړی چې په پلازمېنه نوي ډیلي کې به د یو شمېر اورګاډو ډبې د موقتي روغتونونو په توګه کارول کېږي او پکې به د کورونا وېروس ناروغانو درملنه کېږي.
د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه د کورونا وېروس مثبتو پېښو زیاتېدو ته غبرګون کې د بیړني حالت لپاره نوي تدابیر اعلان کړل چې په پلازمینې ډیلي کې به عملي شي.
په ډیلي کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو د درملنې لپاره بسترونو ته اړتیا ډېره جدي ده.
ښاغلي شاه ویلي، ۵۰۰ ریل ګاډې د دې اړتیا د پوره کولو لپاره کارول کیږي او په دې سره به ۸۰۰۰ بسترونه برابر شي.
دې لړ کې ۵۰۰۰ بسترونه د اعلی وزیر د پروګرام له مخې چمتو کیږي چې د عمر خوړلو کسانو په ساتنځایونو کې به برابریږي.
د راتلونکو پلانونو لپاره په پام کې ده چې په هوټلونو، مېلمستونونو او ښايي په ازاده فضا کې نوي بسترونه برابر شي.
د هند د کورنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، په ډیلي کې د کورونا وېروس په معاینه کې به چټک پراخوالی راشي او په ډېرو ځپل شویو سیمو کې به کور په کور معاینې وشي چې له چاروکو سره مرسته وشي چې د وېروس د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.
نن یکشنبه ( جون ۱۴) په ټول هند کې د کورونا وېروس ۱۲ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.
پاکستان کې د وضعیت خرابېدو خبرداری:

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د پاکستان یو فدرالي وزیر اسد عمر خبرداری ورکړی چې که دې هېواد کې وضعیت بدل نشي نو د راتلونکې جولای میاشتې تر پایه له یو میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.
ښاغلي عمر نن یکشنبه اسلام اباد کې یوې خبرې ناستې ته وویل، پاکستان کې د محدودیتونو له نرمولو وروسته ګڼو خلکو بې احتیاطي کړې او د جون میاشتې تر نیمایي مثبتې پېښې په چټکۍ سره ډېرې شوې دي.
اسد عمر پر خلکو غږ وکړ چې د روغتیاپالو سپارښتنو ته پام وکړي او ماسکونه وکاروي، ځکه په دې کار سره د وېروس خپرېدا کمېدلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۷ اعشاریه ۷ میلیونو اوښتی دی.
همدا راز په ټوله نړۍ کې تر دې دمه له ۴ لکو او ۳۰ زرو ډېر کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
امریکا د مثبتو پېښو او مړینو له کبله په نړۍ کې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی. خو په برازیل، هند، پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې هم وضعیت د اندېښنې وړ دی.
بل لور ته په ګڼو اروپایي هېوادونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او مړینې کمې شوې دي.









