کورونا وېروس: جعلي خبرونه څوک، څرنګه او ولې خپروي؟

a gang of fake news people
د عکس تشریح، د کورونا وېروس له بحران سره سم د جعلي او کره خبرونو توپیر کول ګران شوي

د کورونا وېروس په رامنځته کېدو سره په خواله رسنیو کې په دې اړه د توطیې تیوریګانې، ناسم معلومات او بیلابیل ګومانونه لکه سیلاب خپاره شول. خو پوښتنه دا ده چې د اوازو دا لړۍ څنګه پیل شوه، او څوک یې خپروي؟

د کوویډ-۱۹ وبا پرمهال مو سلګونه داسې رپوټونه څېړلي چې خلک ناسم لوري ته بیایي. له دې څېړنې مو د هغو کسانو په اړه چې ناسم مالومات خپروي او هغه څه چې دوی دې کار ته هڅوي یو څه موندلي دي.

د همدې موندنو په رڼا ویلی شو چې اووه ډوله کسان دي چې درواغ خپروي او بیا یې تر نورو رسوي:

ټوکماران:

"Joker": Jester in red and yellow on red background
د عکس تشریح، ګڼ کسان په دې نه پوهېږي چې د کورونا وېروس په اړه خبرې ټوکې دي که حقیقت

یوه ټوکمار ویلي چې حکومت د لندن په یوه لوی فوټبال لوبغالي کې خواړه پخوي چې لندن میشتو ته یې د بندیز پرمهال وویشي. ځینې خلک په دې ټوکه نه وو پوه شوي.

که یوه جدي بېلګه را واخلو نو یوه ټوکمار د حکومت له خوا د یوې جعلې پاڼې انځور خپور کړی چې په کې ویل شوي دا کس ځکه نغدي جریمه شوی چې په وار وار له کوره وتلی.

خپرونکي ته دا د خندا وړ ښکارېده چې په دې سره به هغه خلک وویروئ چې بندیز نه مراعات کوي. ده په انسټاګرام کې خپل پلویان وهڅول چې دا انځور خپور کړي.

وروسته دا پر فیسبوک خپره شوه او ګڼو هغو کسانو له نورو سره شریکه کړه چې په رښتیايي منلې وه چې دا کس جریمه شوی دی.

دې چلباز چې خپل اصلي نوم یې نه دی ښودلی ویلي، زه نه غواړم چې خلکو کې وېره خپره شي، خو که دوی پر خواله رسنۍ پر یوه سکرین شاټ باور کوي نو بیا په کار ده چې پر انټرنټ د خپرو شویو مالومات د کارولو لپاره پر خپله رویه بیا فکر وکړي.

جعلکاران او انټرنېټي غله:

"Scammer": Man in suit holding bag of money
د عکس تشریح، ځینې کسان په دې بحران کې له خلکو د پیسو غلا کولو هڅې کوي

یو بل جعلي متن خپور شوی او ادعا شوې چې دا د بریتانیا حکومت یا د ځايي ښاروالۍ د ادارې دی. د جعلکار هدف دا و چې د وبا په خپرېدو سره پیسې پيدا کړي.

دې متن کې ویل شوي چې حکومت له خلکو سره د نغدو پیسو مرسته کوي او په دې بهانه یې له خلکو د بانکي حساب مالومات غوښتل.

د دې درواغجنې ادعا انځورونه پر فیسبوک لاس په لاس شوي، دا چې دا پیغام د مسینجر له لارې یو بل ته استول شوی نو ستونزمنه ده چې وموندل شي په لومړي سر کې چا نورو ته استولی.

دې جعلکار له دې هڅې وړاندې په فبرورۍ میاشت کې د پیسو تر لاسه کولو لپاره د یوه کمپیوټري ویروس په اړه جعلي خبر خپور کړی و او ورسره یې یو ایمیل ادرس هم خپور کړی و.

له خلکو غوښتل شوي وو چې که ځان د کورونا وېروس له امله د ورکړل شوې مالیې بیرته ترلاسه کولو مستحق ګڼې او یا غواړي چې د کورونا وېروس درملنې په اړه مالومات تر لاسه کړي نو دا ایمیل کیکاږئ.

سیاستوال:

"Politician": Cartoon politician on red background
د عکس تشریح، د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمب له خولې هم ناسمې خبرې اورېدل شوې دي

ناسم معلومات یوازې د انټرنټ له نامالومو ادرسونو نه خپریږي. تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوښتنه مطرح کړه چې مصنوعي وړانګې او د تیزابو پیچکاري کولو سره ښايي د کورونا وېروس ناروغانو درملنه وشي.

هغه ګومان کاوه، خو واقعیتونه یې بل ډول انځور کړل.

ټرمپ وروسته وویل چې ټوکه یې کوله، خو خلکو لا هم د معلوماتو ځانګړو شمېرو ته زنګونه وهل او پوښتنه یې کوله چې آیا له کورونا وېروس د عفوني ضدو موادو په کارولو رغېدلی شي؟

یوازې ټرمپ نه دی چې د داسې اوازو خپرولو کې یې مرسته کړې. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا اوازه خپره کړه چې ښايي کوویډ-۱۹ ناروغي د امریکا پوځ د چین ووهان ښار ته راوړې وي، له کومه ځایه چې دا ناروغي په لومړي ځل خپره شوه.

د توطیې تیورۍ جوړوونکي:

"Conspiracy theorist": Man in glasses and hoodie sitting at laptop
د عکس تشریح، ګڼ کسان د توطیې پر تیوریو باور کوي او هر څه مني

د کورونا وېروس په اړه ګومانونو د توطیې تیوري ګانو ته ښه زمینه برابره کړه.

د بېلګې په توګه هغه رپوټونه چې هیڅ سرچینه یې نه وه معلومه او وايي چې په بریتانیا کې د کورونا وېروس د ازمایښت لپاره لومړنی داوطلب کس ومړ.

دا خبره د واکسین ضد او توطیو اړوند فیسبوک پاڼو کې ډېره لاس په لاس شوه. دا یوازې یوه خیالي کیسه وه.

د توطیې تیورۍ پلوي ډیویډ آیک مرکه چې پر یوټیوب شوې او بیا وروسته لېرې کړل شوه او په کې ویل شوي چې ۵جي ټکنالوژي د کورونا ویروس سره تړاو لري د ناسمو ادعاوو لړۍ چټکه کړه.

نوموړی پر لندن تلویزیون هم را ښکاره شو خو د هغه دا مرکه د بریتانیا د خپرونو معیار خلاف وګڼل شوه.

د ښاغلي آیک فیسبوک پاڼه هم وروسته وتړل شوه. فیسبوک ویلي وو د ده پر پاڼه د روغتیا په اړه داسې ناسم معلومات خپاره شوي وو چې ښايي خلکو ته فزیکي زیان واړوي.

د توطیې د دې تیورۍ پر بنسټ د ۵جي ټکنالوژۍ پر پایو بریدونه وشول.

داخلي کسان اوسرچینې:

"The Insider": Cartoon man in lab coat and sunglasses on red background.
د عکس تشریح، ځینې کسان ادعا کوي چې د روغتیا ادارو کې کار کوي او ناسم خبرونه خپروي

ځینې وخت داسې ښکاري چې ناسم معلومات د یوې باوري سرچینې له خوا خپریږي لکه ډاکټر، پروفیسر او یا د روغتون کارکوونکی.

د بېلګې په توګه د انګلستان په ویسټ سسکس کې یوې مېرمنې بې بنسټه غږیز پیغام خپور کړ.

دې پیغام کې چې په وار خطايۍ ثبت شوی و د کورونا وېروس له امله د ځوانو مړو شویو کسانو او ناروغانو د وېروونکي شمېر اټکل کېده.

دې ادعا کوله چې په امبولانس اداره کې کار کوي او دا مالومات یې له هماغه ځایه تر لاسه کړي دي.

هغې په دې اړه له نور څه ویلو ډډه وکړه او نه یې داسې کوم دلیل وړاندې کړ چې وښیي رښتیا هم هغه په امبولانس اداره کې کار کوي.

نو موږ نه پوهېږو چې هغه په رښتیا هم د روغتیا برخې کارکوونکې ده او کنه؟ خو په دې پوهېږو چې د هغې ادعا ثابته نه شوه.

خپلوان او دوستان:

"The relative": a woman looking at her phone
د عکس تشریح، ځینې کسان ناسم خبرونه په چټکۍ له خپلوانو او دوستانو سره شریکوي

د خبرداری داغږیز او نور ډېر پيغامونه د دې لپاره له خپلوانو او ملګرو سره شریک کړل شول چې خلک یې ووېرول.

له دې ډلې یوه هم د سسکس اوسېدونکې د څلورو ماشومانو مور دانیل بکر ده چې دا غږیز پیغام یې د مسېنجر له لارې د دې لپاره واستاوه چې کېدای شي سم وي.

دا وايي په پیل کې یې اندېښنه وه ځکه د یوې نامعلومې مېرمنې له خوا استول شوی و،‌ خو ځکه یې خور ته دا پیغام واستاوه چې هغې هم د دې په شان ماشومان لرل.

مشهورې څېرې او ستوري:

"The Celebrity": Woman in hat and striped dress against red background
د عکس تشریح، مشهورې څېرې او ستوري هم وخت نا وخت د کورونا وېروس په اړه ناسمې ادعاوې کوي

مشهورو څېرو هم د بې لارې کوونکو ادعاو په خپرولو کې لاس لرلی دی.

سندرغاړی ایم آی اې او ممثل ووډي هارېلسون د همدې ډلو کسانو نه دي چې له ۵جي ټکنالوژۍ سره د کورونا وېروس د تړاو تیوري یې پر خواله رسنیو د خپلو سلګونه زره کسانو په منځ کې ترویج کړې ده.

د رویټرز انیسټیټیوټ له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې مشهورې څېرې پر انلاین د ناسمو مالوماتو په خپرولو کې بنسټیز رول لري.

له دې ډلې ځینې یې نورې رسنۍ هم په واک کې لري. پر ایمون هالمز له دې امله نیوکې وشوې چې پر یوه ځايي تلویزیون یې د ۵جې ټکنالوژۍ او کورونا وېروس ترمنځ د تړاو په اړه د یوې توطیې تیورۍ یو ډول تصدیق کړی و.