"امریکا ضد پارونې د پاکستان په زیان دي"

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بې ثباته افغانستان د پاکستان لپاره خطر دی
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي/ لندن

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د پاکستان او امریکا اړیکو ته ځانګړې کړې ده او زیاتوي چې د امریکا له سفیر سره د پاکستان د ملي امنیت سلاکار لیدنه یو ښه فرصت و چې پاکستان له امریکې سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورځپاڼه زیاتوي چې وضعیت داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا د امریکا پر ضد خلک پاروي او دا به ښې پایلي ونه لري.

ډان لیکي په افغانستان کې د پاکستان امنیتي اندېښنې پر ځای دي، په تېره د هند فعالیت ته په کتو او بله دا چې بې ثباته افغانستان د پاکستان لپاره خطر دی.

ډان وايي، که د افغانستان په اړه څلور اړخیزه او د شپږ جمع یو هېوادونو لیده کاته بیا پيل شي، ديپلوماتیکو هلو ځلو ته به لاره هواره شي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼه

انډین ایکسپریس ورځپاڼه بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې پراخېدو ته اندېښنه ښودلې ده.

د دې ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویل شوي چې د اسلامي دولت نومې ډلې له لاسه د عراق د موصل او د سوریې د رقې ښار په وتلو سره ښايي د دغې ډلې وسله والو دې سیمې ته مخه کړي او په سیمه کې لانجې دهغوی د فعالیت زمینه برابروي.

پاکستانۍ ایکسپریس ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون ادعا کوي چې د افغان ولسمشر هغه څرګندونې چې د اختر په ورځ ېې وکړې او له پاکستانه یې وغوښتل له افغانستان سره د خبرو میز ته کښېنې د افغان ولسمشر په دریځ کې بدلون ښيي او دا دریځ د امریکا له ملاتړه برخمن دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د افغان ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته به د څلور اړخیزه ډلې غونډه وشي او په دې اړه به خبرې وشي چې څنګه کېدای شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅول شي. افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزه ډلې غړي هېوادونه دي.

برتانوۍ ابزرور اونیزه

بریتانوۍ ابزرور اونیزې بنګله دیش ته د روهینجا مسلمانانو د ورتګ په اړه یوه ځانګړي راپور کې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې د میانمار ځواکونو د مسلمانانو کلي سوځولي او ملکي وګړي يي په بې توپيره ډول وژلي دي.

دغه راز ورځپاڼې د مرستندویه ټولنو د کارکوونکو له قوله ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میانمار کې د مېشتو مسلمانانو ۱۰ سلنه بنګلادیش ته اوښتي او د اوښتو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ زرو ته رسېږي.

د سعودي عکاظ ورځپاڼه

د سعودي عکاظ ورځپاڼه لیکي چې د دغه هېواد وليعهد محمد بن سلمان امر کړی چې د ده په لګښت دې د سعودي او جاپان ترمنځ د فوټبال سیالي ټول ټکټونه واخیستل شي او د فوټبال مینه وال کولای شي چې د ټکټ له پېرلو پرته د سیالي لیدلو ته ورشي.