ډونلډ ټرمپ: په ۱۰۰ ورځو کې تر ټولو بریالی وم

د ویډیو تشریح، د ټرمپ لومړۍ۱۰۰ ورځې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پنسیلوانیا ایالت کې د خپلې ولسمشرۍ د سلمې ورځې مراسمو کې خپلو پلویانو ته وویل، چې په تېر سلو ورځو کې پر ټولو ژمنو درېدلی او حکومت یې تر ټولو بریالی و.

نوموړي په دغه وینا کې پر رسنیو او د ده پر منتقدانو هم نیوکې وکړې.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ د خبریالانو ماښام کلنیو مراسمو کې له ګډون لرې خپلو پلویانو ته زیاته کړه، "خوشال یم چې د واشنګټن له جبې ډېر لرې یم. نن په واشنګټن کې ډېر 'هالیووډي لوبغاړي' را ټول شوي خو زه خوشال یم چې دلته او د ښو خلکو په منځ کې یم".

د ښاغلي ټرمپ اشاره هغو پراخو مظاهرو ته وه، چې په پلازمېنه واشنګټن او د امریکا په نورو ښارونو کې راوتلې او د ډونلډ ټرمپ د چاپیریالي سیاست پرضد یې مظاهرې کړې دي.

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، پر ټولو ژمنو ولاړ دی او پوره کوي یې.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ د امریکايي رسنیو خبرونه "جعلي" وبلل او نیوکې یې ناسمې وبللې

د خبریالانو ماښام ناسته کې ګډون نه کول

د رونلډ رېګن له ولسمشرۍ( د ۱۹۸۰ لومړیو کلونو) راهیسې تراوسه یوه ولسمشر هم د خبریالانو ماښام مراسم له لاسه نه دي ورکړي، خو ښاغلي ټرمپ دا مراسم زړه تنګوونکي وبلل: "د دوی( خبریالانو) د نن شپې ماښام مراسم به ډېر زړه تنګوونکي وي".

ښاغلي ټرمپ د امریکايي رسنیو خبرونه بیا "جعلي" او نیوکې یې ناسمې وبللې او زیاته یې کړه: "زه په دې وخت کې پر خپلو ژمنو درېدلی یم او زموږ اصلي جګړه روانه ده".

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وویل، خوشال دی چې له واشنګټن لرې له خپلو پلویانو سره - چې ده ښه خلک وبلل- ناست دی.

ښاغلي ټرمپ د خپلو ډېرو ټاکنیزو شعارونو په تکرارولو سره بیا له خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې کار به پیدا کړي، ناقانونه کډوال به وباسي، متحده ایالتونو ته به د اسلامي توندلارو د تګ مخنیوی وکړي او د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ به دېوال جوړ کړي.

له دې سره یې په دوو برخو کې خپل پخواني شغارونه "بدل" کړل. د شمالي کوریا د پېزوانولو یا مهارولو لپاره یې د بېجینګ نوم په ښو یاد کړ او د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ له تړون د بشپړ وتلو پر ځای یې وویل، چې د واشنګن ګټو ته په پامنیوي به د مکسیکو او کاناډا له مشرانو سره د دغه تړون پر سمون خبرې وکړي.

څارونکي د ډونلډ ټرمپ په تړاو څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، Magnum Photos

د عکس تشریح، د ډونلډ ترمپ د واکمنۍ پر سلمه ورځ په مختلفو سیمو کې د نوموړي پرضد لاریونونه شوي دي.

د ښاغلي ټرمپ دا وینا چې د ګرمو ټاکنیزو ناستو یاد ته را وستونکې وه، په داسې مهال وه، چې د سپینې ماڼۍ د چارو ډېری څارونکي په تېرو سلو ورځو کې "د نوي حکومت بریا" له پوښتنې سره مخ کوي.

د بارک اوباما د ټولو لپاره د بېمې د طرحې په بدلولو کې ماتې، د فدرالي محکمې له خوا د څو مسلمانو هېوادونو د وګړو د مخنیوي لپاره د نوموړي د حکم ځنډېدل، له مکسیکو سره د دېوال جوړولو لپاره په کانګرېس کې د بودیجې غوښتل او بیا ترې شاته کېدل، د کار له پیلولو له یوې میاشتې په کم وخت کې د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار مایکل فېلېن له دندې ګوښه کېدل او هغه تادیبي حکم ځنډول چې د کډوالۍ فرمان سرغړوونکو ښارونو بودیجه یې محدودوله.

ټول هغه څه دي چې د ډونلډ ټرمپ نیوکه کوونکي یې له مخې په تېرو سلو ورځو کې د امریکا اوسنی حکومت "پوښتنه ولاړوونکي" بولي.

د ویډیو تشریح، د ټرمپ د ولسمشرۍ ۱۰۰ ورځې