ترکي محکمې د فتح الله ګولن د نیولو امر کړی

ګولن کودتا کې لاس لرل رد کړي

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، ګولن کودتا کې لاس لرل رد کړي

په ترکیه کې یوې محکمې د امریکا مېشتي مذهبي مشر فتح الله ګولن د نیولو امر کړی.

د ترکیې انادولي خبري اژانس وايي، پر نوموړي تور دی چې د جولای پر ۱۵مه یې ترکیه کې د ناکامې کودتا مشري کوله، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

ګولن ویلي: ''د تریکې قضاء خپلواکي نه لري، نو دا پر واک د ولسمشر اردوغان د منګولو ټینګولو او له دیموکراسۍ د ځان لیرې کولو بله بېلګه ده''.

STY44634533د ناکامې کودتا اصلي طراح او تورن فتح الله ګولن څوک دی؟د ناکامې کودتا اصلي طراح او تورن فتح الله ګولن څوک دی؟د ترکیې د مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په لاس د جوړ شوي ''خدمت'' خوځښت ملاتړي وايي، دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي، خو ددغه خوځښت د هدف په تړاو ګڼ څارونکي ځینې پوښتنې لري.2016-07-20T03:56:11+00:002016-07-20T05:38:28+00:002016-07-20T05:38:28+00:002016-07-20T08:51:05+00:00PUBLISHEDpstopcat2

ترکیې څو ځلې امریکا انقرې ته د ګولن سپارلو ته هڅولې ده، خو امریکا وايي ترکیه دې کودتا کې د ګولن د ښکېلتیا په اړه کره شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي.

ترکیې له ناکامې کودتا وروسته د نیونو پراخه لړۍ پیل کړې ده. تر ډېره نیول شوي د ګولن ملاتړي دي.

ترکي حکومت په حکومتي ادارو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې هم زرګونه کارکوونکي لیرې کړي او یا یې دندې ځنډولې دي.

د ډېرو کسانو سفرونه یې لغوه کړي او یا یې د سفر بندیز پرې لګولی.

د وسله والو ځواکونو لیکو کې هم ډېر بدلونونه راوستل شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ګولن سره د تړاو لرونکو سوداګریزو فعالیتونو د بندلو غوښتنه هم کړې ده.

ده د پنجشنبې په ورځ انقره کې د سوداګرۍ خونۍ مشرانو ته وویل: ''دغه بنسټ په نړۍ کې ریښې کړې دي، شاید دا یې د قوت یوه نښه وي، هېڅ پروژه له تمویل پرته نه شي کامیابېدای... موږ ټینګ هوډ کړی چې ددغه بنسټ اړوند ټولې سوداګریزې اړیکې او هغه فعالیتونه ودروو، چې په وینو تویولو کې ښکېل دي.''

د ترکیې ناکامې کودتا په نښتو کې لږترلږه ۲۷۰ کسان وژل شوي.

ګولن دا مهال د امریکا پنسلوانیا په یوه اختیاري تبعیدځي کې اوسېږي.

اټکل دی چې ترکیه د ګولن د سپارلو رسمي غوښتنه وکړي.

امریکا وړاندې ویلي وو، که چېرې یې د سپارلو غوښتنه وشي، قاضیان به دا غوښتنلیک وڅېړي.

یومهال فتح الله ګولن (ښي لاس ته) او رجب طیب اردوغان نژدې ملګري وو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یومهال فتح الله ګولن (ښي لاس ته) او رجب طیب اردوغان نژدې ملګري وو