کډوالو کړکېچ: ملګرو ملتونه چیک چارواکي په سرغړونو تورنوي

ملګرو ملتونو پر چیک چارواکو تور پورې کړی دی، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو مسالې کې یې په سیستماتیکه توګه د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو برخې مشر وايي چیک جمهوریت کې کډوال تر ۹۰ ورځو پورې له '' سپکاوي ډک '' حالت کې ساتل کېدل.
زید رعد الحسین وايي کډوال د پېسو لپاره پلټل کېدل، چې د توقیف په بدل کې ورنه واخیستلې شي او وايي د اسلام په اړه یې د چیک ولسمشر څرګندونو په اړه احتجاج کړی دی.
د ولسمشر ویاند ویلي پر خپل دریځ ولاړ دي. د ښاغلي حسین په خبره داسې حال کې، چې اروپايي اتحادیې هېوادونو د کډوالو خوځښتونو محدودولو لپاره پالیسۍ جوړولې، چیک جمهوریت د اوږدې مودې لپاره د کډوالو په توقیف ساتلو کې ''بې ساري'' و.
د نوموړي په خبره داسې ښکاري، چې دغه ګامونه هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ننوتو او یا هلته د هغوی پاتې کېدو مخنیوي لپاره طرح شوي وو.
د ښاغلي حسین په خبره په بیزا جیزوا کې د یوه توقیف ځای حالت د چیک عدلیې وزیر په خبره تر زندان هم ناوړه و.




