د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی ۱۱۲ کلنۍ کې ومړ

د عکس سرچینه، AFP GETTY IMAGES
د جاپان سکارای موموی، چې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی بلل کېده د ۱۱۲ کلونو په عمر ومړ. موموی چې یو مهال د یوه ښوونځي ښوونکی و د یکشنبې په ورځ یوه طبي مرکز کې د پښتورګو ورپېښې ناروغي له کبله ومړ.
له نوموړي پنځه اولادونه پاتې دي. اګست میاشت کې د ریکارډونو ثبت کتاب ګینیزبک هغه د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی وباله.
اپریل میاشت کې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر انسان او تر ټولو د ډېر عمر ښځه میساواوکاوا د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.
د هغې له مړینې وروسته اوس د امریکا ۱۱۶ کلنه سوزاناه موشات جونز، د نړۍ تر ټولو د لوی عمر انسان او مېرمنه بلله کېږي.
د ښاغلي موموی مړینه د سې شنبې په ورځ اعلان شوه، چې ۱۹۰۳ کال کې فوکوشیما کې زېږېدلی و.
نوموړی لومړی ښوونکی و او وروسته یې په سایتاما سیمه کې د سرښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. ګینیز بک وايي هغه مطالعې کولو ته لیوالتیا درلوده او په ځانګړې توګه د چینايي ژبې شعرونه به یې په مینه لوستل.
دغه راز به یې وايي له خپلې مېرمنې سره چې مخکې مړه شوې د جاپان لر او بر ته سفرونه کول. کله چې په اګست میاشت کې نوموړي له ګینیزبک نه سند تر لاسه کړ، خبریالانو ته یې وویل:
غواړم چې تر دوو نورو کلونو پورې ژوندی پاتې شم.
د خبري اژانسونو په وینا که څه هم اوس ښايي ۱۱۲ کلن جاپانی یاسوتارو کوایدې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی وي، چې له ښاغلي موموی یوه میاشت وروسته زېږېدلی، خو ګینیزبک مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سوزاناه موشات جونز د دوشبې په ورځ نیویارک کې خپله ۱۱۶ کلیزه ولمانځله.
نوموړې د خپلو نژدې سلو لمسیو او کړوسیو لخوا د ( ټي ) په مخفف نوم بلله کېږي، چې د انټي یا ترور نوم مخفف دی، وايي د اوږده عمر راز یې په خوب کې دی.
د ګینیزبک په وینا هغه انسان چې تر ټولو ډېر عمر یې وموند د فرانسې جینې کالمینټ وه، چې ۱۲۲ کاله او ۱۶۴ ورځې ژوندۍ وه. هغه د ۱۹۹۷ کال په اګست میاشت کې ومړه.








