هکرانو د امریکا مرکزي قوماندې ټویټر او یوټیوب هک کړي

د عکس سرچینه، BBC World Service
انټرنېټي غلو د امریکا د مرکزي قوماندې د ټویټر او یوټیوب پاڼې ماتې کړې دي. باور کېږي، چې دا کار به د ''اسلامي دولت'' ډلې پلویانو کړی وي.
برید کوونکو یو پیغام پرېښی چې وايي: ''امریکايي پوځيانو! موږ درځو هوښیار اوسئ''.
دوی د (الکترونیکي خلافت) شعار هم لیکلی، چې وايي دا د امریکا د مخکینیو او اوسنیو افسرانو اړوند دی.
انټرنېټي هکرانو پر ټویټر لیکلي ''موږ دلته یو، موږ ستاسې د خصوصي کمپیوټرونو په سیستم کې یو، موږ په هره پوځي اډه کې یو.''
د امریکا مرکزي قوماندې ویلي ''په دې اړه دوی اجرآت پیل کړي دي''.
پر ټویټر یې هېڅ نه لیکل کېږي.
دا کار داسې مهال شوی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د الکترونیکي امنیت په اړه یوې وینا ته چمتووالی نیسي.
د اوباما ویاند جوش ایرنسټ ویليو امریکا د انټرنېټي غلو پېښه څېړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دی زیاتوي، په دې اړه پلټنه پیل شوې ده.
خو د امریکا په دفاع وزارت کې یوه جګپوړي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي، د انترنېټي هکرانو دا پېښه امنیت ته یو ګواښ دی.
په بي بي سي کې د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکس وايي، زیاتره خپاره شوي معلومات پټ اسرار نه دي.
هکرانو د شمالي کوریا هغه نقشې خپرې کړې دي، چې د خلکو ګڼه ګوڼه او د اتومي جوړونې ځایونه او د توغندیو د ویشتلو د قوماندې ځایونه پکې ښودل کېږي.
خو مارکس وايي، د امریکا د ګڼو څېړنیزو مرکزونو پر وېبپاڼو دې ته ورته نقشې لیدل کېدای شي.
د امریکا متحده ایالتونه له ګڼو نورو هېوادنو سره په ګډه، په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د یوه ایتلاف مشري کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








