م. م. بې تابعیته وګړو ته تابعیت لټوي

د ملگروملتونو د کډوالو اداره نن يوکمپاين پيلوي چې هدف يې راتلونکو لسوکلونو کې د خلکو د تابعيت نه لرلو ستونزې پاى ته رسول دي.
ملگري ملتونه وايي اوس نړۍ کې شاوخوا لس ميليونه خلک د تابعيت او پاسپورت له نه لرلو کړېږي.
دا هغه ستونزه ده چې له کبله يې دغه کسان د روغتيايي خدمتونو،زده کړې او سياسي حقوقو بي برخې پاتې شي.
خلک په بېلا بېلو دلایلو خپل تابعیت له لاسه ورکوي، یا یې بیخي نه ترلاسه کوي.
د کډوالو په پنډغالو کې زېږېدلي ماشومان ډېری وخت د هغه نوي هېواد د تابعیت د ترلاسه کولو حق نه لري چې دوی پکې نړۍ ته سترګې پرانیزي، یا هېڅکله دا موقع نه تر لاسه کوي چې د خپل مور او پلار هېواد ته ورستانه شي او پکې د تابعیت غوښتنه وکړي.
د برما د روهېنګیا ټولنې په شان توکمیز لږه کي، د تابعیت له لرلو او ورسره له ډېرو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
د تابعیت نه لرل په دې ما نا هم کېدلې شي چې کوچنیان د ښوونځي لپاره راجستر نه شي، روغتیايي پاملرنې ته يې لاسرسى محدود وي او د رایه ورکولو حق ونه لري.
د نړۍ په ۲۷ هېوادو کې ښځې نه شي کولای چې خپل تابعیت خپلو کوچنیانو ته ولېږدوي چې په نتیجه کې یې د ملګرو ملتو د کډوالو ټولنې په وینا د بې هېواده خلکو نسلونه رامنځته کېږي.
اوس دا ټولنه له حکومتونو غواړي چې په پولو کې دننه یې زېږېدلو بې هېواد کوچنیانو او توکمیزو لږه کیو ته د تابعیت په ورکولو په لسو کلونو کې بې هېوادي له منځه یوسي.
د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې په ونیا ځینو هېوادو لا له وړاندې په بریالیتوب سره د دغې مسلې غم خوري.
د پخواني شوروي د قرغزستان جمهوریت په پنځو کلونو کې ۶۵ زرو کسانو ته تابعیت ورکړی دی چې ډېری یې روس توکمي و.








