ترکیې ته نژدې پر "اسلامي دولت" بمبار شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې د کوبان ښار شاوخوا کې د "اسلامي دولت" پر جنګیالیو نوې بمباري شوې ده.
دغه سیمه څو ورځې مخکې "اسلامي دولت" نیولې وه.
عیني شاهدانو ویلي، له ترکي سرحده یې دوې پوځي الوتکې ولیدې، چې بمبار یې وکړ، خو ترکي چارواکو ویلي، د دوی هوايي ځواک په دې برید کې همکاري نه ده کړې او نه یې هم ددغې ډلې پرضد جګړه کې خپلې اډې نورو ته ورکړې دي.
د امریکا په مشرۍ ځینو هېوادونو پر "اسلامي دولت" د بمباریو پیلولو هوکړه کړې ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ هم پر دغې ډلې بمبار وشو.
خو کوبان سیمې ته څېرمه بمباري د امریکا له لوري ته اوسه نه ده تایید شوې او نه هم ددغه ایتلاف کوم بل غړي تایید کړې ده.
ترکي پوځي سرچینو ویلي، دوی نه امریکا او نه هم د "اسلامي دولت" پرضد کوم بل پوځي ماموریت ته خپلې اډې ورکړې.
د "اسلامي دولت" ډلې په تېرو څو میاشتو کې د سوریې او عراق مهمې برخې نیولې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP
له تېر اګست راهیسې، امریکا په عراق کې د "اسلامي دولت" پرضد نژدې ۲۰۰ بریدونه کړي.
د امریکا مرکزي قوماندې ویلي، د تېرې سې شنبې پر شپه یې په سوریه کې د "اسلامي دولت" پر ډلې دوه ځلې بمبار کړی، چې تر اوسه په سوریه کې ۱۶ ځلې بمباري شوې ده.
امریکا او پنځو نورو عربي هېوادونو په سوریه کې په لومړي ځل د تېرې دوشنبې په ورځ د 'اسلامي دولت' پرضد مبار وکړ.
په داسې حال کې چې د "اسلامي دولت" پر وړاندې جګړه کې تر ۵۰ ډېر هېوادونه سره یو شوي، د امریکا پوځ بي بي سي ته ویلي، چې ددغې ډلې پروړاندې مبارزه شاید څو کلونه وخت ونیسي، خو بارک اوباما ویلي "دا یوازې د امریکا جګړه نه ده".

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، EPA








