قاهره کې چاودنې امنیتي ګزمه په نښه کړه

د عکس سرچینه، EPA
د مصر امنیتي چارواکو د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې د بهرنیو چارو وزارت سره نژدې د یوې بمي چاودنې خبر ورکړی دی.
په راغلو رپوټونو کې لږ تر لږه د دوو امنیتي کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
ویل کېږي دغه چاودنه د نیل سند سره نژدې د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوې.
تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په ۲۰۱۳ کال کې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له ګوښه کیدو وروسته سخت دریځو اسلام پالو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه ډیر کړي دي.
د پولیسو او امنیتي ځواکونو پروړاندې دغه تاوتریخوالی په لومړیو کې د سینا په ټاپو وزمه کې ډیر و خو په وروستیو کې د مصر ډیری برخو ته د پلازمېنې په ګډون وغځېد.
اورپکي وايي، دغه بریدونه د اخوان المسلمین د سلګونو شکمنو جنګیالیو د نیولو او وژلو په غبرګون کې تر سره کوي.




