چین په عامه ترانسپورت کې پر حجاب بندیز لګولی

دغه بندیزونه به د اګست تر ۲۰ پورې دوام وکړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دغه بندیزونه به د اګست تر ۲۰ پورې دوام وکړي.

د چین حکومت د زینجیانګ ولایت په "اکثریت وګړیز مسلمان" ښار "کارامای" کې پر ږیره لرونکو نارینه وو او اسلامي حجاب لرونکو مېرمنو د عمومي لېږد په موټرو کې بندیز لګولی دی.

په بندیز کې هغه ښځې چې حجاب، نقاب، چادري او یا کومه بله اسلامي څرګنده نښه ولري، بسونو ته نه شي ختلی.

"کارامای ډیلي" ورځپاڼې ویلي، هغه کسان چې د چین حکومت د دغو بندیزونو پروا نه کوي، نیسي او جریمه کېږي.

د چین شینجیانګ ولایت کې زیاتره اویغوري مسلمانان اوسېږي، چې ډېر کله یې له سیمه ییزو اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو سره نښتې رامنځ ته کېږي.

چینايي چارواکي تور پورې کوي، چې ګني "ترهګر د دغه ولایت د خپلواکۍ" غوښتنه کوي.

خو اویغوري مسلمانان وايي، د چین حکومت د مېرې چلند ورسره کوي، خپل حقونه یې نه ورکوي او ان مذهبي مراسمو لمانځلو ته یې هم نه پرېږدي.

د بشري حقونو فعالان په دغه ولایت کې د هر هغه بندیز مخالفت کوي، چې د اویغوریانو د مذهب او کلتور ازادۍ سلبوي او پایله یې په نښتو او تاوتریخوالي اوړي.

شینجیانګ د چین تر ټولو ګڼ مسلمان مېشت ولایت دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، شینجیانګ د چین تر ټولو ګڼ مسلمان مېشت ولایت دی.

تېره میاشت په چین کې ځینې مسلمان محصلین په زور د روژې خوړلو ته اړ کړل شوي وو.

فرانس پرېس خبري اژانس ته د "نړیوالو اویغوریانو د شورا" ویاند دیلکسات راکیت په یوه اعلامیه کې ویلي "دغه بندیزونه په ښکاره توکم پالنه ده، چې له کبله یې د اویغوریانو او چینايي چارواکو ترمنځ شخړه حتمي ده".

د چین حکومتي رسنیو ویلي، زینیانګ ولایت کې وروستیو شخړو د ۱۰۰ کسانو ژوند واخیست.

دا راپور څو ورځې وروسته تر هغه خپور شو، چې د چین "کاشغر" ښار کې د یوه لوی جومات ملا امام وژل شوی و.

په شینجیانګ کې ځینې مسلمانې مېرمنې لاهم اسلامي حجابونه کلک مراعاتوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په شینجیانګ کې ځینې مسلمانې مېرمنې لاهم اسلامي حجابونه کلک مراعاتوي
کاشغر کې تېره اونۍ یو امام ووژل شو، چې بیا اړدوړ کې ۱۰۰ کسان ووژل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کاشغر کې تېره اونۍ یو امام ووژل شو، چې بیا اړدوړ کې ۱۰۰ کسان ووژل شول