امریکايي شاعره مایا انجلو د ۸۶ کلونو په عمر ومړه

د عکس سرچینه، AP
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د امریکا وتلې شاعره، لیکواله او د بشري حقونو فعاله مایا انجلو د ۸۶ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دغه ستوری چې د ادب او شعر ستوری یې ټیک ۸۶ کاله د ادب پر اسمان وځلېد، په لوېدیو یې د امریکا د ولسمشر په ګډون لوړپوړو چارواکو غمشریکي وښوده.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مېرمنې میشل اوباما د مایا انجلو د میړنې په مراسمو کې هغه د لومړني تورپوستي ولسمشر مور وبلله:
"هغې پر ما او موږ ټولو ډېر اغېز کړی دی، مایا انجلو پر هغې مېرمنې هم تاثیر کړی، چې په کنساس کې اوسېږي، خپلې لور ته یې د شاعرې نوم غوره کړ، او خپل زوی یې داسې وروزه، چې په راتلونکي کې د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر وټاکل شي".
مایا انجلو په ۱۹۶۹ کال د "پوهېږم بندیوانه مرغه ولې چوڼېږي" په نامه یاداشتونو تر خپرولو وروسته ډېره مشهوره شوه.
دا د هغې د شخصي یاداشتونو د اوو ټوکونو لومړۍ برخه وه، چې له ماشومتوب نه د پاخه عمر تر یون پورې یې د خپل ژوند هسکې او ژورې پکې انځور کړې دي.
مایا انجلو د "له مرګ مخکې یوه پیاله یخې اوبه راکړه، لاهم پاڅېدلی شم، هېڅ شی مې نه شي خوځولی، او د یوې مېرمنې زړه" په نومونو یادښتونه او کتابونه هم لیکلي دي.
خو د "د ګهیځ د زړه درزا" په نامه چاپ شوو شعرونو یې بې شمېره مینه وال پیدا کړل، چې په لومړي ځل د امریکا د پخواني ولسمشر بېل کلنټن د ولسمشر کېدو په مناسبت یې لیکلی و.
د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلنټن مایا انجلو په نړۍ کې د ادبیاتو یو اوچت غږ بللی، خو امریکايي ممثلې اوپرا وینفري بیا هغه ملکه بللې ده:
اوپرا وینفري: "په تمامه معنا، هغه زما ملکه او زما معنوي مور وه".

د عکس سرچینه، AP
مایا انجلو په قاهره کې د انګلیسي ژبې/ The Arab observer اوونیزې مشري هم کړې ده، خو بیا وروسته په ګانا کې د موسیقۍ او تمثیل د پوهنځي استاده پاتې شوې، خو ترڅنګ یې د The Ghanaian Times ورځپاڼه کې لیکوالۍ ته هم دوام ورکړی.
مایا انجلو په بهر کې فرانسوي، اسپانوي، ایټالوي او عربي ژبې زده کړې وې.
کله چې په ۱۹۶۴ کال امریکا ته ستنه شوه، د ګانا د بشري حقونو له مبارز مالکولم اکس سره یې د افریقايي امریکايي ګډې ټولنې په بنسټ اېښودو کې همکاري وکړه.








