په هايټي کې کولرا ۲۲۰ کسان مړه کړي

هايټي
د عکس تشریح، هايټي د امریکا په امریکايي قاره کې تر ټولو بې وزله هېواد دی.

په هايټي کې د کولرا ناروغۍ له امله تر ۲۲۰ کسان مړه شوي دي.

کابو یو کال مخکې په دغه هېواد کې زوروره زلزله وشوه، چې د سلګونه زره کورنۍ ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړ.

د هايټي د روغتیا وزارت سرچینو ویلي چې کولرا اوس لوېديځو سیمو ته هم غځېدلې ده او چې پلازمېنې ته لا له وړاندې ننوتې وه.

په پلازمېنه پورتاپرېنس کې چارواکي د دغې ناروغۍ د مخنيوي چټکې هلې ځلې کوي .

د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۲ په هايټي کې زورورې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان مړه کړل او سلګونه زره نور یې له خپلو مېنو کوچېدا ته اړایستل.

د هايټي د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ګیبریل تیموتي د تېرې شنبې پر ورځ وویل چې تر اوسه د کولرا له المه ۲۰۸ کسان مړه شوي چې په تازه پېښو کې د هېواد په مرکزي سیمو کې هم ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي چې د شنبې پر ورځ په سان مارک ښار کې هم ۱۶ کسان مړه شوي دي.

هايټي
د عکس تشریح، روغتيايي چارواکي وايي چې له دغې کولرا سره ډېر شدید نس ناستی (اسهال) هم لګېدلی، چې د څلورو ساعتونو په اوږدو کې پرې اخته سړی په سلو کې د خپل بدن ۱۰ برخې وزن کوي، او که ژر یې غم ونه خوړل شي، تر یوې ورځې پورې یې د مرګ تر پولې رسوي.

روغتيايي چارواکو ویلي چې تر دې مهاله د دغې ناروغۍ له کبله درې زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي، خو له بده مرغه د ټولو ناروغانو سمه درملنه نه شي کولی او د درملو له کمښت سره مخامخ دي.

هايټي د امریکا په امریکايي قاره کې تر ټولو بې وزله هېواد دی.

روغتيايي چارواکي وايي چې له دغې کولرا سره ډېر شدید نس ناستی (اسهال) هم لګېدلی، چې د څلورو ساعتونو په اوږدو کې پرې اخته سړی په سلو کې د خپل بدن ۱۰ برخې وزن کوي، او که ژر یې غم ونه خوړل شي، تر یوې ورځې پورې یې د مرګ تر پولې رسوي.