تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې جګړه؛ له الشفا روغتونه ماشومان ايستل شوي
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د الشفاء له روغتونه ۳۱ له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان ایستل شوي دي.
په غزه کې د روغتونونو عمومي مشر محمد ذقوت ویلي، له ماشومانو سره درې ډاکټران او دوه نرسان هم ملګري دي او چمتووالی روان دی چې له رفح لارې دوی له غزې، مصر ته یوړل شي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان، ډاکټران، الشفاء روغتون ته تللي وو او ویلي یې و چې روغتون د مرګ زون دی او د ډزو او مرمیو نښې او په دروازه کې یې یو ډله ییز قبر ښکاري.
اسرائیلي ځواکونه تېره اوونۍ دغه روغتون ته ننوتل او ویې ویل حماس له دې سیمې پوځي عملیاتو لپاره کار اخلي.
اسرائیلو د غزې په مرکزي او جنوب سیمو کې ډېر هوايي بریدونه کړي دي. په تېرو څو اونیو کې د غزې په سلګونو زره خلک په شمال کې د اسراییلو له بریدونو جنوب ته تیښتېدلې دي.
مارک لوین نور جزییات لري خو پام چې ځینې برخې پکې شته چې ښايي تاسې خپه کړي: