تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې الشفا روغتون؛ اسرائيل وايي د حماس مشران په کې وو خو وروسته تښتېدلي
داسې حال کې چې اسرائيلي ځواکونو د غزې تر ټولو لوی الشفا روغتون دننه، او شاوخوا خپل لټون روان ساتلی، پوځ يې وايي د هغې دوهمې ښځې مړی يې موندلی چې حماس يرغمل نيولې وه.
نوا مارسيانو يوه ۱۹ کلنه، سرتېرې وه، چې اسرائيلی پوځ وايي مړی يې له روغتون سره نژدې له يوې ودانۍ راايستل شوی دی.
پرون بيا د دغه هېواد پوځ ويل د ۶۵ کلنې يهودېت وايس مړی يې موندلی و، چې تېره مياشت تښتول شوې وه.
اسرائيل اوس تر فشار لاندې دي، او ترې غوښتل کېږي خپله دا ادعا دې ثابته کړي، چې ويل یې الشفاء روغتون کې د حماس قوماندې مرکز و، يوه داسې خبره چې حماس ردوله. د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي د حماس قوماندانان مخکې له دې چې د دوی پوځ پرې چاپه ووهي، له دې ځايه تښتېدلي وو.
پر همدې مهال غزه کې د ملګرو ملتونو لويې اېجنسۍ ويلي د مرستو رسولو وس نور نه لري.. يولاند نېل پرې له بيت المقدسه دا راپور راستولی دی.