پر غزې بمبارۍ: خلک وايي حالت ورځ تر بلې سختېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د غزې له مرکزي روغتون الشفا سره یې اړیکه پرې شوې. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پوځ ویلي، دوی هوکړه کړې چې اکسیجن ته اړتیا لرونکي ماشومان له روغتونه خوندي ځای ته ولېږدوي.

د الشفا چارواکو مخکې ویلي وو چې نوي زېږیدلي ماشومان روغتون کې د برېښنا نشتوالي له امله مړه شوي دي.

د غزې په سوېل کې، خان یونس ته نژدې پر یوه کور د اسرائیلو برید کې لږ تر لږه دیارلس فلسطینیان وژل شوي دي.

په یوه جلا پېښه کې، ملګري ملتونه وايي چې د غزې ښار کې د دوی پر تاسیساتو د ګولیو لګېدو له امله د پام وړ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.