غزه کې جګړه: د روغتيا چارواکي وايي اسرائيلو پر روغتونونو ګوزارونه کړي
غزه کې د حماس له لوري چلېدونکی روغتيا وزارت وايي د الشفا په ګډون پر دريو روغتونو يا پر ورنژې ځايونو د اسرائيلو څو هوايي ګوزارونه شوي دی. د اسرائيلو دفاع وزارت ويلي پر دغو ادعاوو غور کوي، خو مخکې یې د دې پخلی کړی، چې ځواکونو یې دې سيمه کې عمليات کول. د اسرائيلو دفاعي ځواکونو پر حماس تور لګولی، چې روغتونونه د پوځي موخو او فعاليتونو لپاره کاروي، يوه داسې ادعا چې د غزې روغتيا چارواکو رد کړې ده.
پر همدې مهال امريکا د اسرائيلو دې اعلان هرکلی کړی، چې وايي د غزې شمال کې به هره ورځ څلور ساعته خپل پوځي فعاليتونه دروي. دوه بشري دهلېزونه به پرانیستل کېږي، چې له مخې يې خلک د جګړې له سيمې ووتلی شي.
داسې حال کې چې د غزې شمال کې نښتې لا سختېږي، د جګړې د خپرېدو په اړه اندېښنې هم په زياتېدو دي. د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال جېرېمي بووېن پرې له اسرائيلو دا راپور راستولی دی.