تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائيل کې "د سوله غوښتنونکو غږ ځپل کېږي"
د اکټوبر پر اوومه، د حماس له بریدونو وروسته چې ۱۴۰۰ اسرائیلي ملکیان او پوځیان پکې ووژل شول، اسرائیل لا هم د حیرانتیا او خپګان په حالت کې دی.
په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه زور اخلي، خلک تر ډېره د دې جګړې تر شا دي.
بلې خوا ته د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو په اړه لاریونونه هم روان دي. خو یو څه چې نه تر سترګو کېږي په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو په ملاتړ مظاهرې دي.