پر غزه بريد: د اسرائيلو پوځ وايي ښار يې کلابند کړی
د اسرائيلو پوځ وايي د غزې ښار یې په بشپړه کلابند کړی، او د حماس پر مورچو، مرکزونو او بنسټونو يې بريدونه پيل کړي دي.
له هغه راهيسې چې غزه کې جګړه پيل شوې، اوس څلور اوونۍ تېرېږي، زرګونه فلسطينيان وژل شوي، ژوبل شوي او يا هم ورک دي.
د وژل شويو شمېر او پر هغوی چې د دې سیمې دننه بند پاتې دي، رواني ګوزار په زياتېدو دی.
د بي بي سي ځانګړي خبریال فرګال کين غزه کې دننه خبريالانو سره په ګډه کار کړی، او له بيت المقدسه يې دا راپور راستولی دی.