تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو او غزې جګړه: بريدونه لا هم روان دي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې پر غزې ځمکنی برید کېدونکی دی خوو دا یې نه دي ویلي چې کله.
په غزه کې، مرستندویه ادارې وايي نورو اکمالاتو ته سخته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېلو زېرمې تقریباً ختمې شوې نو په په همدې دلیل نور فعالیت نه شي کولی.
اسرائیلو غزې ته د تېلو انتقال بند کړی ځکه وايي ښايي د حماس لاس ته ورسېږي. په غزه کې نژدې یو نیم میلیون کسان بې ځایه شوي دي.
زموږ د منځني ختیځ خبریال، ټام بېټمن نور جزییات لري: