تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه د ناورین پر څنډه ده
د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی، غزه د ناورين پر څنډه ده، داسې حال کې چې ولسمشر بايډن اسرائيلو ته ور روان دی چې له اسرائیلو سره خپل ملاتړ وښيي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټونی بلېنکن هم اسرائيلو کې دی، چې وايي جو بايډن به د هغو يرغملو خوشي کولو پر چارو پام غونډي چې حماس ورسره بېولي دي.
ولسمشر بايډن به بيا اردن ته ورځي، چې د دغه کړکېچ پر سر به له پاچا عبد الله د فلسطين ولسمشر محمود عباس او د مصر له ولسمشر عبد الفتاح السيسي سره بحث او خبرې کوي.