تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيل او فلسطين کړکېچ: ملګري ملتونه وايي له ۳۴۰ زرو ډېر خلک بې ځايه شوي
ملګري ملتونه وايي له ۳۴۰ زرو ډېر خلک غزه کې د اسرائيلو د بمباريو له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.
فلسطيني چارواکي وايي د اسرائيلو هوايي ګوزارونو لږترلږه ۱۲ سوه کسان وژلي او له ۵ زرو دېر ژوبل شوی دي. خوړو، سونتوکو او اوبو ته په بيړني ډول اړتيا ده او سيمه کې هېڅ برېښنا نه شته.
د بشري مرستو ټولنې وايي غزه کې لوی روغتون خپلو جنراټورنو لپاره د يوازې څلورو ورځو سونتوکي لري.
اوس داسې حال کې چې د وتو لارې بندې شوې، د غږې وګړي د تېښتې کومه لار نه لري. د بي بي سي نړيوالو چارو خبریال جېرېمي بوېن د اسرائيلو له جنوبه دا راپور راستولی دی.