تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ليبيا ويجاړونکي سېلابونه؛ خلک د حکومت پر بې غورۍ غوسه دي
د لیبیا د حکومت لخوا لېږل شوې ډله چې د پلازمینې طرابلس په لویدیځ کې میشته ده، ارزونه یې کړې چې په درنه کې شاوخوا له څلورمه برخه ودانۍ د اوبو له امله ویجاړې شوې یا زیانمنې شوې دي چې یوه اوونۍ وړاندې ښار کې راوتلې وې.
دغه ډله وايي، شاوخوا نهه سوه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې، یوازې دوه سوه یې په جزوي توګه ویجاړې شوې او شاوخوا څلور سوه یې په خټو کې ډوبې شوې دي.
ان په داسې حال کې چې د مړو لټون دوام لري، د نړیوالو مرستندویه عملیاتو تمرکز د ژوندي پاتې شویو سره د مرستې لپاره مخ په زیاتېدو دی.
په درنه ښار کې ژوندي پاتې شوي کسان ځايي مشران په ناکامۍ تورنوي. سیمې ته د سفر پر مهال، د لیبیا په ختیځ کې د ځايي ادارې مشر د دوو بندونو د خبرابېدو پړه پر طبیعت واچوله.
ملګري ملتونه وايي اوس په دغه ښار کې ۱۱۳۰۰ کسان وژل شوي دي خو زرګونه لا هم لادرکه دي.