ليبيا کې د سېلابونو اغېزې

د ویډیو تشریح، ليبيا کې د سېلابونو اغېزې

د ليبيا درنه کې د سېلابونو له ناورين ژوندي پاتې شوي داسې حال کې ايستل کېږي، چې هم د دغه هېواد او هم نړيوالو مرستو رسولو چارې ګړندۍ شوې دي.

چارواکو مرستندويه ډلو ته د لارهواري په موخه دا ښار تړلی، چې په لا ډېرې اسانۍ ځپل شوو سيمو ته ورسېدی شي.

د ليبيا ختيځ کې مشر څارنوال د دوو بندونو نړېدو په اړه پلټنه پيل کړې، چې وګوري د دغې ناورينې پېښې لامل څه و.

د بي بي سي يوه ډله درنې ته رسېدلې، او وايي ځايي خلک لا هم د مړو په لټون بوخت دي.