تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران کې د مهسا اميني تلين؛ د احتجاجونو مخنيوي کلک تدبيرونه نيول شوي
ايران کې چارواکو په دې هڅه په لويه کچه د ځواک ښوونه کړې، چې بند کې د يوې ايرانۍ کوردۍ پېغلې مهسا اميني د مړينې لومړۍ کليزې پر مهال د احتجاجونو مخنيوی وکړی شي.
مور يې موژګان افتخاري يوه اعلاميه کې له ټولو هغوی مننه کړې چې د لور ياد يې ژوندی ساتلی دی.
له دې وړاندې راپورو کې ويل کېدل، امنيتي ځواکونه يې د کورنۍ استوګنځي شاوخوا غونډ شوي وو، او پلار یې يوه لنډ وخت لپاره نيول شوی و، او قبر سره یې د مراسمو جوړولو پر وړاندې خبرداری ورکړل شوی دی.
مهسا اميني د ايران ګشت ارشاد يا چلن پوليسو له خوا د داسې څه پر سر چې ادعا کېده حجاب يا پړنی یې سم نه و پر سر کړی، له نيول کېدو وروسته بند کې مړه شوه.
مړينې يې د ښځو او نجونو په مشرۍ د ايران لروبر پاڅون وپاراوه، چې د اجباري جامو کړنلار پای ته رسولو او هم پراخو ازاديو غوښتنه یې کوله.
له څو مياشتو وروسته، واکمن نظام د احتجاجونو ځپلو کې بريالی شو، خو دغه هېواد کې د بدلون لپاره پراخې غوښتنې لا روانې دي.
د بي بي سي خبريالې کرولاين هاولي دې ته کتنه کړې، چې دا تېرې ۱۲ مياشتې ايران کې ښځو لپاره چارې بدلې شوې که څنګه. يوه يادونه دا چې راپور کې یې ځينې انځورونه خواشينوونکي دي.