تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پوهېږم چې د میندو د زړه څړیکې به اسمان ولړزوي"
مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۶مه درې ورځې وروسته تر هغه په روغتون کې مړه شوه، چې د ایران د اخلاقي پولیسو له خو د پړوني د سختو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوې وه.
د هغې مړینې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راپدېخوا تر ټولو لوی لاریونونه راوپارول او د نړۍ ډېری مشهورو شخصیتونو په ګډون مېرمنو د بغاوت په توګه د خپلو وېښتانو په غوڅولو خپل ملاتړ وښود.
اوس د لومړي ځل لپاره د مهسا مور مژګان افتخاري له بي بي سي سره د خپلې لور د لنډ ژوند په باب جزییات شریک کړي چې خبرې یې د یوې ممثلې په غږ کې ثبت شوې دي.