تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ليبيا کې سېلاب او توپان؛ لږ ترلږه ۱۰ زره کسان ورک دي
د ليبيا سره مياشت وايي د هېواد ختيځ کې يې د توپان او سېلابونو ويجاړيو پايله کې لږترلږه ۱۰ زره خلک ورک دي. زرګونه کسان مړه دي، سره له دې چې کره شمېر لا روښانه نه دی.
درنه بندري ښار کې چې دوه بندونه او څلور پلونه په کې ويجاړ شوي، مړي ډله يزو قبرونو کې خښېږي.
ترکۍ او مصرۍ الوتکې چې طبي اکمالات، ډاکټران او د مړو کڅوړې لېږدوي، بنغازي ته رسېدلې دي. داسې حال کې چې ډېرې لارې ويجاړې شوې، ژونديو پاتې شوو ته د مرستو رسول يوه لويه ننګونه ده.