اقلیمي بدلون څنګه وحشي ژوي انسانانو ته نژدې کړي؛ ''پښه مې تمساح رانه پرې کړه''
په داسې حال کې چې نیروبي کې د اقلیمي بدلون په هکله د افریقايي هېوادونو چارواکو غونډه کېږي، د بارینګو جهیل سیمې شاوخوا اوسېدونکو د حکومت پر ضد عریضه کړې. دوی وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په تېره یوه لسیزه کې د جهیل ساحه دوه برابره پراخه شوې او دوی پلرنۍ ځمکې یې لاندې کړې دي. دوی دغه راز شکایت کړی چې زرګونه کسان بې ځایه شوي او د جهیل پر غاړو پر انسانانو د تمساح ګانو حملې ډېرې شوې دي.