لبنان کې پر زده کوونکو د بېوزلۍ اغېز

د ویډیو تشریح، لبنان کې پر زده کوونکو د بېوزلۍ اغېز

یونیسف خبرداری ورکړی چې د ډېرې ګرانۍ له امله دا خطر شته چې ډېر ماشومان له ښوونځي پاتې شي او مجبور دي نفقې لپاره کارونه وکړي.

د ماشومانو د کار په اړه نړیوال معلومات د کورونا وبا له امله محدود دي خو لبنان یو له هغو هېوادونو دی چې د کارګرو ماشومانو شمېر پکې په ډېرېدو دی.

لبنان په تېرو څو کلونو کې له ډېرو بحرانونو سره مخامخ شوی دی،لومړی یې اقتصاد د کورونا وبا له امله خراب شو او بیا په ۲۰۲۰ کال کې په بیروت کې لویه چاودنه وشوه.

کرولاین هولي د لبنان له شمال، جنوب ته سفر کړی او لیدلی یې دي چې ګرانۍ پر کوچنیانو څومره اغېز کړی دی.