بنګله دېش کې د لوړېدونکو بیو کړکېچ؛ ''ماشومان مې ځکه ژاړي چې وږي دي''

د ویډیو تشریح، بنګله دېش کې د لوړېدونکو بیو کړکېچ؛ ماشومان مې ځکه ژاړي چې وږي دي

په بنګله دېش کې د خوراکي توکو او نفتو بیو لوړېدو له کبله د دې هېواد پر بیوزله اوسېدونکو تر ټولو ډېر اغېز لیدل کېږي. د دې هېواد اپوزېسیون ګوندونو له همدې کبله د حکومت پر ضد مظاهرې هم کړې دي او د شفافو ټاکنو غوښتنه کوي، خو لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد چې څلورم ځل په ټولټاکنو کې د درېدو هوډ لري، د انفلاسیون لوړې کچې لامل د اوکرایین جګړه بولي.