پاکستان کې خلک د برېښنا بېلونه نشي ورکولی
د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انور الحق کاکړ له خلکو غوښتي چې د برېښنا بېلونه باید په بشپړ ډول ورکړي. دې خبرې یې د خلکو غوسه راپارولې ده.
له دې اعلان وروسته د دغه هېواد لر او بر لاریونونه هم وشول او خلکو د برېښنا بېلونه هم وسوځول.
ځينو خلکو ته ویل شوي چې بېلونه یې پر وخت نه دي ورکړي نو ځکه باید اوس جریمه هم ورکړي. پاکستان د انرژۍ د کمي له سخت بحران سره مخامخ دی او د پېټرول او د برېښنا بيې یې ريکارډ کچي ته لوړې شوي.
خو لاملونه یې څه دي، په پېښور کي زموږ همکار رحمان لله په خپل راپور کي ورته کتنه کړې.