تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ايتوپيا ټېګري کې د مرستو بندېدو اغېزې: نژدې زر کسان له لوږې مړه شوي
د ایتيوپيا ټيګرۍ سيمه کې له هغه راهیسې چې د خوړو مرستې ځنډول شوې، لږترلږه ۱۴ سوه خلک له لوږې مړه شوي دي. دا خبره د دغې سيمې يوه چارواکي بي بي سي ته کړې ده.
مرستندويه ادارو دا تېر اپرېل د اختلاس او شوکو تورونو له امله د مرستو وېش ودراوه. بيا يې دا تېر جون د ايتيوپيا نورو برخو کې هم د خوړو مرستې وځنډولې.
بي بي سي شيرې کې، چې يوه تر ټولو بده ځپل شوې سيمه ده، د ګواهيو بېلګې راټولې کړې، چې وګوري دې ډول فساد پر خلکو څه او څومره اغېز کړی دی.