لوی او پټ زندان

د ویډیو تشریح، لوی او پټ زندان

په تېره فبرورۍ کې د السلوادور ولسمشر نایب بوکله اعلا وکړ چې د جرمي ډلو زرګونه جګپوړي غړي یوه تازه پرانیستل شوي لوی زندان ته لېږدوي. نوموړی دا ګام په هېواد کې د بانډونو د سراسري ځپلو په یوه کمپاین کې اخیستی. خو له هماغه وخته د زندان په اړه هېڅ معلومات نه دي ډاګیز شوي، څه ډول او په کوم وضعیت کې بندیان پکې ساتل کېږي. او بي بي سي موندو د کمپیوټر په مټ د زندان یو انځور خپور کړی چې د بندخونو د ننه وضعیت څرنګوالی پکې روښانه شوی.