د تېلو کړکېچ: کيوبا له روسيې د مرستې غوښتنه کړې
کیوبا له تېرو څو میاشتو راهیسې د تېلو له سخت بحران سره مخامخ ده. په دغه هېواد کې خلک پټرولو لپاره د ورځې په اوږدو قطارونو کې درېږي... او برېښنا هم تل پرې کېږي. اوس د کیوبا مشران د دې کړکېچ کمولو لپآره د مرستې په موخه خپل یوه زوړ ملګري روسیې ته مخه کړې ده.
دوی له روسي شرکتونو سره له سیاحتي زیربناوو نیولې د اړینو خامو تېلو پورې په هره برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړې دي.
د روسیې دفاع وزیر له خولې په دې وروستیو کې ویل شوي چې کیوبا په لاتینې امریکا کې د دوی "تر ټولو مهم ملاتړی" دی.
خو ځینې کیوبایان په داسې حساس وخت کې مسکو ته له ډېر نږدې کېدو وېره لري.
له هاوانا زموږ خبریال وېل ګرانټ رپوټ لري: